ولسمشرۍ ټاکنو ته په لومړۍ ورځ چا نوم ونه لیکه

Image caption دوشنبه په افغانستان کې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د نوماندانو لپاره د نوم ثبتولو لومړۍ ورځ وه.

که څه هم ۲۹ تنو احتمالي کاندیدانو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لپاره د معلوماتو ځانګړې پاڼې تر لاسه کړي، خو د نوم لیکنې د بهیر په لومړی ورځ هېڅوک د خپل نوم د ثبتولو لپاره د ټاکنو کمیسیون ته نه و ورغلي.

دا چې په لومړۍ ورځ هېڅ یو نوماند خپل نوم ثبت نه کړ، یو لامل یې کېدای شي دا وي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندۍ شرایط سخت شوي دي.

د نوماندۍ لپاره یو شرط دا دی چې هر نوماند باید له شلو ولایتونو د سل زره کسانو رایه ورکوونکو ملاتړ له ځان سره ولري.

دوشنبه په افغانستان کې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د نوماندانو لپاره د نوم ثبتولو لومړۍ ورځ وه، تر شلو ورځو نوماندان کولی شي خپل نومونه ثبت کړي.

د ولایتي شوراګانو د نوماندان لپاره د نوم ثبتولو ډېر مرکزونه پرانیستل شوي، خو د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته ورشي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لپاره د ټاکنو کمیسیون په مرکزي دفتر کې د دې کمیسیون کارکوونکي په ا نتظار و، خو په لومړۍ ورځ هېڅ یو تن په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوم لیکنې لپاره نه دی ورغلی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي د ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو په پرتله د نوماندۍ شرایط سخت شوي دي.

"د ۲۰۰۹ کال په پرتله چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره مو ۴۱ نوماندان لرل، د ټاکنو د نوي قانون په توشیح کېدو سره شرایط او او صاف بدل شوي. د مثال په ډول د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د نوماندانو لپاره ۱۰۰۰۰ تنه ملاتړي غوښتل شوي وو، خو اوس دا شمېر ۱۰۰۰۰۰ ته لوړ شوی. بله دا چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا په ډاګه کړې چې هر څوک چې غواړي نوماند شي نو باید په قانون کې ذکر شوي شرطونه پوره کړي او که دا شرطونه پوره نه کړي کمیسیون د هېچا نوم نه ثبتوي."

په یوه اوونۍ کې ۲۹ تنو په ولسمشریزو ټاکنو او ۱۱۲۶ تنو په ولایتي شوراګانو کې د نوماندانو لپاره د معلوماتو ځانګړې پاڼې تر لاسه کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې هغه کسان چې ځان په ولسمشرۍ ټاکنو کې کاندیدول غواړي باید د افغانستان تابعیت ولري او مور او پلار یې هم افغانان وي.

دغه راز په کار ده چې نوماند ۴۰ کلنۍ ته رسېدلی وي، په جرم نه وي محکوم او له شلو ولایتونو د ۱۰۰۰۰۰ تنو ملاتړ له ځان سره ولري.

د ټاکنو د قانون د حکم له مخې نوماید باید یو میلیون افغانۍ د ضمانت په توګه کمیسون ته وسپاري او که دولتي کارکوونکي وي باید استعفا ورکړي.

د ولایتي شوراګانو نوماندان هم باید په جرم محکوم نه وي، له دولسم ټولګي فارغ وي، له ۲۰۰ تر ۶۰۰ کسانو پورې ملاتړ ولري او شل زره افغانۍ د ضمانت په توګه د ټاکنو کمیسیون ته وسپاري.

په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه د ایتلافونو پر جوړولو او سیاسي جوړ جاړیو بوخت دي.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې یو شمېر سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د ټاکنیز اتحاد په نوم یوه نوې ډله رامنځ ته کړه خو تر اوسه هېڅ یوه سیاسي ګوند او یا ايتلاف د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل نوماند نه دی ټاکلی.

ورته مطالب