م م د افغانستان پرمختګونه له ګواښ سره مخامخ بولي

Image caption مېرمن پیلې وویل ویره لري چې د افغانستان د بشري حقونو په کمېسیون کې د نویو پنځو کمشنرانو ټاکل به په راتلونکې نومبر میاشت کې د همغږۍ د نړېوالې کمیتې له خوا د دې کمېسیون د ارزونې پرمهال خپل مقام له لاسه ورکړي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو دی او داسې وېره شته چې د انتقال پروسې وروسته د تېرې څه باندې یوې لسیزې لاسته راوړنې له لاسه لاړې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنره ناوې پیلې چې افغانستان ته راغلې وايي افغان چارواکو ته یې ویلي، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې باید د بشري حقونو په برخه کې لاسته راوړنې د سیاسي جوړ جاړیو قرباني نه شي.

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی خپل رپوټ کې کاږي، ناوې پېلې، ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید په سمه توګه له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون پلی کړي او د سولې په هر ډول جوړ جاړي کې باید ښځې پراخه ونډه ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنره ناوې پیلې وايي په افغانستان کې باید په جنګي جرمونو تورن کسان د عدالت منګلو ته وسپارل شي.

نوموړي چې په کابل کې یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره د پام وړ پرمختګ شوی، خو په وینا یې اوس په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو دی او دا اندېښنه شته چې د انتقال پروسې په بشپړیدو، شوی پرمختګ له لاسه ووځي.

"زما په نظر په تېرو ۱۲ کلونو کې په ځینو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو زه جدي اندېښنه لرم چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو دی، ما د مدني ټولنې له فعالینو سره تفصیلي خبرې وکړې، دوی وویل ویره لري چې د ۱۲ کلونو لاسته راوړنې کمزورې شوې او له خطر سره مخامخ دي، دوی وویل د لیږد پروسې پرمهال او له هغه وروسته موده کې دا لاسته راوړنې د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دي. دوی د بیلګې په توګه وویل چې په ولایتي شوراګانو کې د مېرمنو څوکۍ له ۲۵ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته راټیټې شوي دي."

مېرمن پیلې دغه راز وویل له افغان ولسمشر حامد کرزي يې په ټینګه غوښتي چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه باید د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د سیاسي جوړ جاړیو قرباني نه شي.

ملکي تلفات

په بشري حقونو کې د ملګرو ملتونو کمشنرې ناوې پیلې وویل د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتېدل، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او د زندانیانو ځورونه هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې له امله اندېښمن دي.

"زه په دې هم اندېښمنه یم، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ولسي مرګ ژوبله زیاته شوې. همداراز داسې هڅې روانې دي چې ښکاري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب د کمزوري کولو لپاره کېږي. ځکه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قوانین نه پلي کېږي. په هغو زندانونو کې چې د افغانانو له خوا اداره کېږي، ربړونه لا هم روانه ده. زه وېره لرم چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې نوې ګومارنې به دغه بنسټ کمزوری کړي. د پاریس له اصولو سره سم باید داسې خلک په دغه ځای کې وګومارل شي چې خپلواک وي او د بشري حقونو پر مسایلو پوهېږي. دوی باید لږ تر لږه په بشري حقونو کې یو څه تجربه ولري."

مېرمن پیلې وویل ویره لري چې د افغانستان د بشري حقونو په کمېسیون کې د نویو پنځو کمشنرانو ټاکل به په راتلونکې نومبر میاشت کې د همغږۍ د نړېوالې کمیتې له خوا د دې کمېسیون د ارزونې پرمهال خپل مقام له لاسه ورکړي او د یو دویمه درجه ارګان په توګه وپیژول شي، چې د نوموړې په وینا دا به د یو داسې ارګان لپاره چې موجودیت یې د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ بلل کېږي یو دردوونکی په شا تګ وي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له مېرمن پیلې سره په کتنه کې ویلي د افغان ولس بشري حقونو په ځینو برخو کې تر پښو لاندې شوي او د دې حقونو دخوندي کولو لپاره لا ډېر کارته اړتیا ده.

ورته مطالب