ستار سعادت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر شو

عبدالستار سعادت
Image caption د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ټول ټال پنځه غړي لري، چې په پخوانيو هغو کې به يې دوه تنه بهرنيان وو.

د افغانستان ټاکنيز شکايتي کميسیون وايي ښايي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ددوى پر مخ پرتې ننگونې د دوى چارې ټکنۍ کړي، خو د دغه هېواد د مدني ټولنې او خلکو يې غوښتنه دا ده چې د ورسپارل شوې چارې په ښه تر سره کولو کې ورسره مرسته وکړي.

له لوپه سره په پام کې وه چې درې اونۍ وړاندې دغه کميسيون خپل کار پيل کړى واى، خو د غوراوي په کمېټه کې د مدني ټولنې د استازي نشتوالي دغه چاره ځندولې وه، د افغانستان د ولسمشر د ۷۳ گڼه فرمان له مخې بايد دغه کميسيون پخپلې لومړنۍ غونډه کې اداري پلاوى وټاکي.

ددغه کميسيون غړو د لوړې د ترسره کولو وروسته د ټاکنو له لارې خپل اداري پلاوى وټاکه، د ټاکنو وروسته عبدالستار سعادت د کميسيون د مشر، ريدا عظيمي يې مرستياله او نادر محسني يې د منشي په توگه وټاکل.

ژمنتیا

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی وايي، د کميسيون مشر ستار سعادت پخپله لومړنۍ غونډه کې خبريالانو ته له هغو ننگونو پلو پورته کړ چې د دوى په لاره پرتې دي، هغه د شته ستونزو د غوڅولو په کار کې د مدني ټولنې او ولسي خلکو مرسته اړينه وبلله:

Image caption د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو تر سره کېدو مهال ته له ۷ میاشتو لږ موده پاتې ده.

''موږ پوهېږو چې افغانستان کې ډول ډول ګواښونه شته، موږ به د هېچا په زور کار ونه کړو، بلکې دغه ولس او ملت ته به ژمن پاتې شو، خو د هېوادوالو مرستې ته اړتیا لرو''.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ټول ټال پنځه غړي لري، چې په پخوانيو هغو کې به يې دوه تنه بهرنيان وو.

خو د ټاکنو د کميسيون د واکونو او تشکيلاتو په نوي قانون کې پنځه سره غړي افغانان په گوته شوي دي.

که څه هم د کميسيون له اډانې نه د بهرنيانو د ايستلو وړانديز لومړى افغان ولسمشر حامد کرزي د دې لپاره کړى و چې په وينا يې غواړي ټاکنې له بهرنيو لاسوهنو وژغوري، خو په هماغه لومړيو شپو ورځو کې د هغه دغه وړانديز د ده د سياسي مخالفانو له خوا د کلک غبرگون سره مخامخ شو.

خو وروسته بيا دغه څه د ملي شورا د دواړو جرگو له خوا په نوي قانون کې دا ماده ورزياته شوه چې د دغه کميسيون له اډانې نه دې د بهرنيانو غړيتوب وايستل شي.

د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو تر سره کېدو مهال ته له ۷ میاشتو لږ موده پاتې ده.

ورته مطالب