افغان سیاستوال طالبانو ته اوښتی

Image caption طالبانو دغې اوښتنې ته هرکلی ویلی دی.

بي بي سي ته ویل شوي، چې د افغانستان په شمالي ولایت سري پول کې یو مخکنی افغان سناتور او ولسوال طالبانو ته اوښتی دی.

قاضي عبدالحی د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د مشرانو جرګې سناتور و، چې بیا وروسته د سري پول ولسوال وټاکل شو.

کابل کې د بي بي سي خبریال جعفر هاند وايي، دا لومړی ځل دی چې په ملکي برخه کې یو افغان چارواکی او سیاستوال طالبانو ته اوړي.

له طالبانو سره د دغه سناتور د یوځای کېدا خبره داسې مهال شوې، چې په پام کې ده راتلونکی ۲۰۱۴ کال له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي.

ویل کېږي له قاضي عبدالحی سره د هغه دوه ساتونکي هم په تېره سې شنبې له طالبانو سره یوځای شوي.

د سري پول مرستیال والي بي بي سي ته ویلي، نه پوهېږي چې عبدالحی ولې طالبانو ته اوښتی دی.

د سري پول مرستیال والي عبدالغفور دستیار بي بي سي ته ویلي، چې طالبانو ته د عبدالحی ور اوښتل به د هغه پر ولسوالۍ او خلکو هېڅ اغېز ونه کړي؛ ځکه چې هغه یو بانفوذه سړی نه و.

یوې سرچینې ویلي، چې عبدالحی افغانستان پرېښی دی، او شاید اوس د پاکستان پر پوله چېرته وي.

طالبانو دغې اوښتنې ته هرکلی ویلی دی.

د طالبانو پر یوې وېبپاڼې عبدالحی راڅرګند شوی، چې وايي کابل کې څلور کاله دی مخکنی مجاهد او جنګیالی و.

ورته مطالب