بدخشان کې طالبانو '۲۰' افغان پولیس وژلي

Image caption که څه هم سيمه ييز چارواکي د افغان پوليسو د مرگ ژوبلې شميره کمه ښيي ، خو يو سيمه ييز چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرې دا منلې چې په دغه بريد کې د افغان ځواکونو مرگ ژوبله زياته وه .

د بدخشان وردوج ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفينو په څو يا کمين کې يو شمېر سرحدي پوليس وژل شوي، ځينې يې ټپيان او يو شمېر يې يرغمل شوي دي.

دغه څو د افغان دولت مخالفينو د وردوج ولسوالۍ د باشند په نامه سيمه کې نيولى و ، په سيمه کې ولسي وگړو چې دغه پيښه يې له نژدې ليدلې وه بي بي سي ته ويلي چې د طالبانو په دغه ناڅاپي بريد کې د سرحدي پوليسو شاوخوا ۲۰ کسه وژل شوي، ۱۳ يې ټپيان او له لسو زيات د وسله والو مخالفينو له خوا يرغمل شوي دي .

دا رنگه داسې رپوړټونه هم شته چې د دغه څو په پايله کې د پوليسو اوه رينجر گاډي او يوه باروړونکې لارۍ د ېالبانو له خوا سوځيدلي دي .

سيمه ييزو چارواکو په دې برخه کې رسنيو ته بيلابيلې څرگندونې کړي ، ځينو يې په سيمه کې د ولسي وگړو هغه شميرې تائيد کړي چې وايي شل تنه پوليس په دغه څو کې وژل شوي ، خو ځينو يې ويلي چې د کره شميرو د مالومولو وروسته به رسنيو ته په دې برخه کې مالومات ورکوي.

د وردوج ولسوالۍ يوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د تيليفون په ليکه بي بي سي ته منلې چې ټول ټال ۲۰ پوليس وژل شوي ۱۳ ژوبل او ۱۴ نور تري تم شوي دي.

دغه سرچينې دا هم ويلي چې په وردوج ولسوالۍ کې وروستي عمليات ناکامه وه او په خبره يې دا مهال د هغوى وسله وال مخالفين په سپکو او درنو وسلو سمبال شوي او تر ډيره يې د افغان ځواکونو وسلې تر لاسه کړي دي.

په همدې حال کې د بدخشان ولايت د پوليسو د امنيت مشر سمونوال جهانگير دغه شميرې نه مني او يوازې د دريو پوليسو د وژل کېدو او همدومره نورو د ټپي کيدو پخلى کوي، خو دا يې ومنله چې د دوى دوه گاډي د ېالبانو له خوا سيزل شوي دي.

ورته مطالب