رباني حکومت د ځنځیري وژنو مخنیوي کې 'ناتوانه' ګڼي

صلاح الدین رباني
Image caption صلاح الدین رباني وویل، که ټاکنې په ریښتیا هم تر سره نشي، دا کار افغانستان ته په تاوان دی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر وايي، دولت په تېرو دوو کلونو کې د کمزروۍ او یا هم د سیاسي ارادې د نشتوالي له کبله د برهان الدین رباني او نورو وژل شویو شخصیتونو د عاملینو په نیولو کې پاتې راغلی.

د افغانستان د سولې عالي شورا پخواني مشر برهان الدین رباني د وژل کېدو د دویمې کلیزې په تړاو جوړې شوې دغې غونډې کې افغان ولسمشر حامد کرزي، نورو لوړپوړو چارواکو او د هېواد سیاسي څېرو ګډون کړی و.

کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواری وايي، په غونډه کې د برهان الدین رباني زوی او د سولې د عالي شورا اوسني مشر صلاح الدین رباني وویل، په تېرو دوو کلونو کې ده په وار وار غوښتنه کړې، چې د ده د پلار او نورو هغو مخورو د وژنو عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي چې په وروستیو کلونو کې وژل شوي دي.

سیاسي اراده

خو نوموړي نیوکه وکړه، چې حکومتي ادارې یا د دې کار وړتیا نه لري او یا هم د ده په خبره د دې کار د تر سره کولو لپاره سیاسي اراده نه شته:

''موږ په دې وروستیو دوو کلونو کې په دې ټینګار کړی، چې مسول بنسټونه باید د ځنځیري وژنو دوسیې تعقیب کړي. خو داسې مالومېږي، چې دا بنسټونه یا د دې کار وړتیا نه لري او یا د هغوی د تعقیبولو لپاره سیاسي اراده نه شته''.

له بله پلوه حکومتي چارواکي بیا دا خبره نه مني او وايي، دوی تل هڅه کړې، چې د دغو وژنو عاملین ونیسي او هڅې یې لا هم روانې دي.

Image caption برهان الدین رباني دوه کاله وړاندې په کابل کې د هغه ځانمرګي بریدګر لخوا ووژل شو، چې د طالبانو د سولې مرکچي په جامه کې د خبرو لپاره د ده کور ته ورغلی و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، دوی هڅه کوي، چې د دا ډول وژنو مخه ونیسي او په وینا یې پولیسو د هرې دا ډول وژنې په عاملینو پسې لټه کړې، چې د قانون منګولو ته یې وسپاري. خو نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې جزیات ور نه کړل، چې تر اوسه یې په دې تړاو څوک نیولي که نه.

برهان الدین رباني دوه کاله وړاندې په کابل کې د هغه ځانمرګي بریدګر لخوا ووژل شو، چې د طالبانو د سولې مرکچي په جامه کې د خبرو لپاره د ده کور ته ورغلی و.

صلاح الدین رباني همدراز په خپلو خبرو کې وویل، په دې وروستیو کې داسې اوازې روانې دي چې په افغانستان کې به راتلونکي کال ته ټاکنې تر سره نشي. ده وویل، که ټاکنې په ریښتیا هم تر سره نشي، دا کار افغانستان ته په تاوان دی.

خو افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر کرزي په وار وار ټینګار کړی، چې راتلونکي کال ته به په افغانستان کې ټاکنې تر سره کېږي او واک به له نوموړي د هېواد نوي ولسمشر ته لېږدول کېږي.

ورته مطالب