افغان حکومت وايي د سمټو تولید نوې فابریکې جوړوي

Image caption په افغانستان کې د سمټو ورځنی تولید د ۷۰۰ او ۱۰۰۰ ټنو ترمنځ بلل شوی

افغان حکومت وايي غواړي د سمټود تولید درې نوې فابریکې جوړې کړي، او په همدې موخه یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته بلنه ورکړې چې خپل غوښتنلیکونه ورته وړاندې کړي.

افغانستان هرکال له ۶ تر ۷ میلیون ټنو سمټو ته اړتیا لري. دا مهال ډېر سمټ له بهره واردېږي چې د کیفیت په اړه یې اندېښنې راپورته شوې دي.

په کابل کې زموږ خبريال خوشحال تایب په خپل راپور کې وايي افغانستان داسې هېواد دی چې په کلني ډول د یو میلیارد ډالرو په ارزښت سمټ له بهره واردوي.

په تېرې څه د پاسه یوې لسیزې کې د بیارغونې چارو له چټکېدو سره له بهره د ودانیزو توکو واردول هم ډېر شوي دي.

د افغانستان د کانونو وزیر وحیدالله شهراني په وینا په دغه هېواد کې يې جوړولو ته د اړتیا تر څنګ په کور دننه د بسیا کېدو لپاره هم د سمټو تولید فابریکو شته والی اړین دی.

ده د دې اړتيا پوره کولو ته لارهواري کې پر پانګونې ټينګار وکړ او ويې ويل "افغان، سیمه ییزو او نړیوالو سوداګرو او ټولنو ته بلنه ورکوو چې د سمټو نویو فابریکو جوړولو کې، چې په جبل السراج، پولخمري او هرات سیمو کې دي، خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي."

د چارواکو په وینا په افغانستان کې د سمټو تولید پکې یو شمېر بهرنیو شرکتونو لېوالتیا ښووې ده. ښاغلي شهراني وويل"د دوی لومړني غوښتنلیکونه به په سر کې د لېوالتیا او وروسته به د بشپړ یا جامع غوښتنلیک په بڼه وړاندې کېږي. دوی د وږي له یو دېرشمې کولای شي چې خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي."

که څه هم افغانستان کې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې د بهرنۍ پانګوانې بر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي، خو افغان حکومت یې د خپل اقتصاد پښو درولو زيار کې د راجلبولو لپاره د امنيت ډاډمنولو ټټر وهي.

تر دې مهاله تر ټولو ستره بهرنۍ پانګونه د لوګر عينک مسو کان کې د چينايانو له خوا شوې، خو توليد ته برابرولو دغه کان پرمختګ چارې ټکنۍ بلل شوې دي.

د سمټو توليد بله داسې برخه ده چې په کې د پانګونې هيلې ورسره تړلې دي.

د ایس جې ایچ شرکت د پرمختیا او سوداګرۍ برخې مشر ټام واټس له هغو كسانو دی چې په افغانستان کې پانګونې ته هیله مند دی.

دی وايي "زما په اند په اوسنیو حالاتو کې سمټ یو له ډېر مهمو وارداتي توکو دی، نو دلته په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره فرصتونه او آسانتیاوې شته. دا یو ښه فرصت دی چې دغه شان اسانتیاو ته پام پکې وشي".

د افغانستان د کانونو وزرات چارواکي وايي افغانستان په کال کې له ۶ تر ۷ میلیون ټنه سمټو لګښت لري. خو کورني تولیدات اوسنۍ غوښتنې نه شي پوره کولی.

په افغانستان کې د سمټو اوسنی ورځنی تولید د ۷۰۰ـ ۱۰۰۰ ټنو ترمنځ دی، چې ډېر یې د پولخمري په غوري یو او غوري دویم شمېره فابریکو کې تولیدېږي چې د سمټو په برخه کې په هېڅ ډول د افغانستان اړتیا نه شي پوره کولی.

ځکه په افغانستان کې د ورځې شاوخوا لس زره ټنو سمټو ته اړتیا شته او ډېر یې له بهره افغانستان ته واردېږي چې ټیټ کیفیت لري.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د سمټو تولید لپاره د خامو موادو زېرمې شته چې د چارواکو په وینا ځایونه یې هم په نښه شوي دي.

ورته مطالب