بسم الله شیر ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړ

بسم الله شیر
Image caption بسم الله شیر په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم ځان کاندید کړی و.

که څه هم چې د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې د نومانديدو لپاره يوه اونۍ تېره شوې، خو ايله ايکي يوه کس په دغه موده کې ځان دغې څوکۍ ته نومولى دى.

له ۵۲ هغو کسانو نه چې په دغو ټاکنو کې د گډون لپاره يې د ټاکنو له کميسيونه مالوماتي کڅوړې تر لاسه کړي يو تن يې خپل اسناد نوموړي کميسيون ته سپارلي دي.

هغه شان چې زموږ د همکار محمود کوچي په رپوټ کې راغلي د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماندي د تېرو هغو پرتله ډير سخت شرايط لري چې په اسانۍ سره خلک نه شي کولاى دغه شرايط پوره کړي.

تر دې مهاله پنځوس تنه نارينه و او دوو ميرمنو د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه مالوماتي کڅوړې تر لاسه کړي دي .

په دغو ټاکنو کې د شرطونو غوښنه برخه دا ده چې هر نوماند ته په کار دي جې د يو لکو کسانو لاسليکونه او د هغوى د کارتونو شميرې له ځانه سره ولري ، خو د کارتونو دغه شمرې بايد لږ تر لږه د افغانستان د شلو ولايتونو نه وي چې دغه څه بيا د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې ټول ټال لس زره د کارتونو شميرې ښودل شوې وې.

خو د ټاکنو د کميسيون وياند نورمحمد نور وايي چې په راتلونکو ټاکنو کې د يادو شويو شرطونو تر څنگ يو بل مهم شرط هم شته.

په تيرو ټاکنو کې د هر نوماند لپاره دا شرط ايښودل شوى و چې يوازې به پنځوس زره افغانۍ د ضمانت په توگه د ټاکنو د کميسيون سره ږدي ، چې ښايي په تيرو ټاکنو کې د زياتو کسانو د نوماندۍ يو لامل هم دا و چې هغه مهال تر څلويښتو زياتو کسان ولسمشريزو ټاکنو ته ولاړ وو .

ځيني کتونکي وايي تر اوسه چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره کسان ځانونه نه نوموي د دوى په خبره ستر لامل يې هم ښايي دا وي چې د ضمانت په توگه د يو میليون افغانيو ايښودل د ډيرو تر وس وتلې خبره وي ، په تيره بيا د هغو نوماندانو لپاره چې پر ځان يې د گټلو باور او ويسا هم کمه وي .

د افغانستان د عادلانه او ازادو ټاکنو د بنسټ اجرايوي مشر جانداد سپين غر وايي چې دا پلا به په دغه هيواد کې د ښځينه نوماندانو لپاره دغه څه ډير ستونزمنه چاره وي ، خو د دغو ننگونو تر څنگ يوې بلې ننگونې هم د نوماندۍ بهير ټکنى کړى دى.

خو د يوې اونۍ په تيريدو سره ايله يو کس چې بسم الله شير نوميږي او په تيرو ټاکنو کې يې هم ځان ولسمشريزو ټاکنو ته نومولى و د ټاکنو کميسيون ته ورغلى او د هغو نورو په تړاو چې مالوماتي کڅوړې يې تر لاسه کړي لا هم دوه اونۍ نور وخت شته چې ځانونه ونوموي.

يعنې د تلې د مياشتې تر څوارلسمې نېټې پورې هغوى وخت لري چې ځانونه ونوموي، د ټاکنو کميسيون وايي چې له دغې نيټې وروسته د دوى لپاره نور وخت نه ورکړل کيږي او ښايي چې ډير کسان به د همدغو دوه اونيو په پام کې ځانونه کانديد کړي .

خو بيا هم په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوماندى شرايط د دغه هيواد د نورو گاونډيانو په پرتله اسانه دي، تاجکستان چې د افغانستان نژدې گاونډى هېواد دى هلته هر نوماند تر دوه لکو زيات لاسليکونه راغونډ کړي، چې دغه څه د هغه هيواد د ټولو نفوسو پنځه سلنه جوړوي.

په همدې توگه په بل گاونډي هيواد ايران کې هم دغه شرايط له افغانستان سخت او ستونزمن دي.

ورته مطالب