په کابل کې د برېښنا لپاره ۴۸ میلیونه ډالر مرسته اعلان شوه

Image caption د چارواکو په خبره دغه پروژه به چې د یوه ترکي شرکت له خوا پرمخ بیول کېږي ۳۰ میاشتې وخت ونیسې او په پایله کې به یې د دشت برچي، ارغندي، قلعه محب او چهل دختران د سیمې اوسیدونکي بریښنا ته لاس رسی پیدا کړي.

د اسيا پرمختيايي بانک د پلازمينې کابل د بريښنا شبکې د پرمختيا په موخه له بريښنا شرکت سره د ۴۸ میلیونو ډالرو وړیا مرستې اعلان وکړ.

چارواکي وايي له دې مرستې سره به تر ٢٠١٦ ميلادي کال پورې د کابل نژدې ۴۰ زره کورنۍ برېښنا ته لاسرسى پيدا کړي.

د چارواکو په خبره دغه پروژه به چې د یوه ترکي شرکت له خوا پرمخ بیول کېږي ۳۰ میاشتې وخت ونیسې او په پایله کې به یې د دشت برچي، ارغندي، قلعه محب او چهل دختران د سیمې اوسېدونکي برېښنا ته لاسرسی پیدا کړي.

د مرستې دا پیسې به د افغانستان د مالیې وزارت له لارې د بریښنا شرکت ته ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو شمېرو له مخه اوس مهال په کابل کې له پنځو میلیونو نه ډېر وکړي ژوند کوي.

د کابل ښار او نژدي ولسوالیو څه باندې اتیا سلنه وګړي له بریښنا برخمن بلل کېږي.

د بریښنا شرکت د چارواکو په وینا اوسمهال د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي بریښنا لري.

د کارېدونکې بریښنا ۸۰ سلنه له ګاونډي هېواد ازبکستانه وادرېږي او پاتې ۲۰ سلنه یې په کور دننه توليدېږي.

افغانستان هر کال له خپل ګاونډيانو نه ۸۰۰ میګاواټه بریښنا واردوي.

دم ګړۍ په کابل کې د عادي بریښنا د هر کیلو واټ بیه له یو اعشاریه پنځو افغانیو څخه تر څلور اعشاریه پنځو افغانیو پورې ده.

د سوداګریزو چارو لپاره بیا د یو کیلو واټ بریښنا بیه له ۱۰ افغانیو څخه تر ۴۰ افغانیو پورې ده.

ورته مطالب