دوه میلیون انټرنېټ کاروونکي افغانان

Image caption په وروستیو کې افغانستان کې انټرنېټ ډېر پراخ شو، خو کاروونکو یې د بیې له لوړوالي شکایت کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین وویل، چې دا مهال نژدې دوه میلیونه افغانان انټرنېټ کاروي.

د سې شنبې په ورځ (سپتمبر ۲۴/میزان (تلې) دویمه) په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لومړى کنفرانس پيل شو، چې درې ورځې به روان وي.

په دې غونډه کې د څه باندې شلو هېوادونو د مخابراتو وزيرانو او استازو ګډون کړی.

د افغانستان مخابراتو وزارت بي بي سي ته ويلي دي چې په دغه ناسته کې به دغه هيوادونه خپلې مخابراتي تجربې شريکې کړي، او مرسته به وکړي چې له يوې ډډې افغانان په خپلو کې او له بلې ډډې له نورې نړۍ سره مخابراتي او معلوماتي اړيکي ټينگ کړي.

اړوند افغان چارواکي وايي چې په دغه غونډه کې د هغو ٢٠ هيوادونو د مخابراتو وزيران او استازي گډون وکړي چې له افغانستان سره نژدې اړيکي لري.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وياند نصرت الله رحيمي بي بي سي ته وويل چې ددغه کنفرانس موخه د يادو شويو هيوادونو تر منځ د مخابراتي او معلوماتي تجربو شريکول دي.

Image caption د مخابراتو وزارت د شمېرو له مخه وسمهال تر ۲۰ ميلیونو ډېر افغانان موبايل تيلفونونو ته لاسرسى لري.

ښاغلي رحيمي وويل افغانستان به له دغې ناستې دا گټه پورته کړي،چې د اوس په پرتله ډير افغانان د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ په مرسته،په لومړي گام کې يو له بل سره او په دويم گام کې له نړۍ سره تړاو پيدا کړي.

په پام کې ده چې په لومړۍ او دويمه ورځ راغلي استازي مخابراتي او معلوماتي تجربې شريکې کړې، او پر دې وغږيږي چې څنگه يو د بل له تجربو گټه اخیستى شي، او پر دريمه ورځ به افغان حکومت او ددغه هيواد خصوصي مخابراتي شرکتونه،خپل اړوند توکي او وسايل نندارې ته وړاندې کړي.

د مخابراتو وزارت د شمېرو له مخه وسمهال تر شلو ميلونو ډير افغانان موبايل تيلفونونو ته لاس رسى لري، چې له دې ټولگې نژدې دوه نيم ميلیونه يې د انټرنيټ اسانتيا هم په واک کې لري، سربېره پر دې د رسمي شمېرو له مخه تر ٢٠٠ زرو ډېر کسان د مخابراتو سره په اړوندو برخو کې کار کوي.

ورته مطالب