د نړۍ عالمانو افغانستان کې د جګړې پر ختمولو ټينګار وکړ

Image caption د افغانستان د سولې عالي شورا چې د دغې غونډې کوربتوب یې کاوه له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د افغان دولت له مخالفانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

افغانستان کې د نړۍ د یو شمېر اسلامي سازمانونو اړوند، له ۲۰۰ ډېر دیني عالمان یو ځای شوي وو او د جګړې پر ختمولو یې ټنیګار وکړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا چې د دغې غونډې کوربتوب یې کاوه له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د افغان دولت له مخالفانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

له کابله نور محمد سعید په خپل رپوټ کې وايي چې له سعودي عربستان، مصر، ترکیې، ایران، پاکستان، اندونېزیا، سوډان، کویت، تاجیکستان، قزاقستان او امریکا څخه دیني عالمان د دې غونډې لپاره کابل ته راغلي وو.

د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني وویل د اوسنۍ جګړې لپاره نوره توجیه ګرانه ده او افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د اسلامي نړۍ همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي وویل هغه څه چې موږ ورته ډېره اړتیا لرو او تمه یې کوو، د اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه، د اسلامي امت د علمای کرامو جدي ملاتړ دی.

دغې غوښتنې ته په غونډه کې مثبت غبرګون وښودل شو.

د اسلامي همکارۍ سازمان استازی د دې یوې ورځنۍ غونډې له ګډونوالو څخه یو و چې افغانستان کې یې د سولې بهیر کې د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود.

کابل کې د دغه سازمان استازی آیدین نورحان وویل له ملګرو ملتونو وروسته د تر ټول لوی ارګان په توګه، او ای سي او اړوند ادارې یې چمتو دي، چې د خپلو مسلمانو افغانو وروڼو او خوېندو د ستونزو او غمېزې له منځه وړلو لپاره هلې ځلې وکړی.

د غونډې ګډونوالو ومنله، چې په تېر کې د اسلامي نړۍ د علماوو هڅې کافي نه وې چې افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت کې مرسته وکړي.

د غونډې یوه ګډونوال او د امریکا د اسلامي شورا رییس عبدالمتین صدیقي په وینا دغسې غونډې هله بریالۍ کېدای شي چې پرېکړې یې تعقیب شي.

د نوموړي په وینا له خبرو نه د ښکېلو لوریو ډډه کول اندېښمنونکي دي.

ده زیاته کړه چې د افغانستان راتلونکي ته اندېښمن دي. جګړې کې هېڅ یو ښکېل لوری خبرو ته راضي نه دی، دا ناوړه حالت دی، د نړیوالو مسوولیت دا دی چې ښکېل لوري د خبرو میز ته کښېنوي.

دا په کابل کې د دیني عالمانو د خپل ډول تر ټولو لویه غونډه وه.

دغه غونډه داسې مهال تر سره شوه چې قطر کې د سولې خبرې په ټپه ودرېدې، د طالبانو دفتر وتړل شو او په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره هڅې ډېرې شوې.

دغه راز ملا عبدالغني برادر پاکستان کې له زندانه خوشی شو او داسې ویل کېږي چې نوموړی به د سولې په خبرو کې مهم رول ولري.

ورته مطالب