جلال اباد کې د ماشومې د سر بېساري عمليات

عمليات شوې ماشومه
Image caption ډاکټران وايي وايي پر دغو پیچلو جراحي عملیاتو ټیک درې ساعته ولګیدل

یوه افغان ډاکټر په ختیځ ښار جلال اباد کې د يوه بېساری عمليات په ترڅ کې له یوې دوه میاشتنۍ ماشومې د انسان سر ته ورته یوه لویه غوټه لېرې کړه.

ډاکټران وايي وايي پر دغو پیچلو جراحي عملیاتو ټیک درې ساعته ولګیدل.

له دغې ماشومې سره غبرګه یوه بله ماشومه هم زیږېدلې چې په صحت او تن روغه رمټه بلل کیږي.

د عملیات شوې ماشومې نوم عصري ګل دی او د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یوه کروندګر په کور کې زیږېدلې ده.

د عملیاتو جراح ډاکټر احمد عبید مجددي بي بي سي ته وويل دغه عملیات یې د افغانستان په کچه بیساري او په ختیځ کې د خپل ډول لومړني او بریالي عملیات یاد کړل.

د ماشومې په اضافي کوپړۍ کې د هغې د اصلي سر د اعصابو مهم او حساس رګونه نښتي و، چې د ډاکټرانو په وینا عملیات یې لا پسې ستونزمن او پیچلي کړي و.

د ماشومې کورنۍ ډاکټرانو ته ویلي، چې که اضافي غوټه یې نه لېرې کیږي، نو داسې یوه بله لاره چاره دې ولټوي چې، ماشومه مړه شه.

د ننګرهار د عامې روغتیا ډاکټران وايي، سره له دې چې دوی د نورو هېوادونو پرتله هومره پرمختللي طبي وسایل نه لري، خو په دې خوشحاله دي چې د شته وو وسایلو پر مټ یې دغه ستر عملیات په بریالي ډول ترسره کړل.

ښاغلي مجددي وویل، داسې ښکاري چې د ماشومې د مور په نس کې د یو بل ماشوم وجود هم د ودې په حال کې و، چې ښايي د ځینو روغتیايي ستونزو له کبله د نوي وده کوونکي ماشوم د بدن دغه برخه د ماشومې له سر سره نښتې ده.

کوپړۍ ته ورته دغه اضافي غوټه د سر په شاتنۍ برخه کې نښتې وه، چې ماشومې ته یې خوب کول هم سخت کړي و.

ډاکټران وايي دا ډول عملیات په نورو هېوادونو کې د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ډالرو ترمنځ لګښت لري، خو دوی په وړیا ډول ترسره کړل، ځکه چې د ماشومې کورنۍ د عملیاتو د لګښت توان نه درلود.

د ماشومې روغتیايي حالت ښه ښودل کیږي، او له شاوخوا یوې اوونۍ بستر کېدو وروسته نن ( چارشنبه، ۲۵مه) د ننګرهار د عامې روغتیا له روغتون څخه رخصت کړل شوه.

ډاکټر احمد عبید مجددي د ننګرهار له طب څخه فارغ شوی او د پاکستان په لاهور کې یې د اعصابو د جراحۍ په برخه کې پنځه کلن تخصص کړی دی.

ښاغلي مجددي هیله وښوده چې بهر کې په زده کړو د بوختو نورو افغان ډاکټرانو په بېرته راستنېدو سره به، افغانستان کې روغتیايي ستونزې لا پسې هوارې شي.

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دا مهال څه باندې ۷۰٪ وګړي روغتیايي استانتیاوو ته لاسرسی لري، خو بیا هم ډیر افغانان د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ځي.

ورته مطالب