محمد عمر داودزی د کورنيو چارو وزير وټاکل شو

افغان پارلمان
Image caption هر نوماند اړ و چې د جرګې د حاضرو ۲۲۳ غړو نيمايي جمع يوه رايه ترلاسه کړي

د افغانستان ولسي جرګې نن د حکومت له لوري ور پېژندل شويو دوو وزيرانو د سترې محکمې يوه غړي او پر اساسي قانون د نظارت کمېسيون يوه غړي ته د باور رايه ورکړه.

د حکومت له لوري ولسي جرګې ته د ورپېژندل شويو پنځو کسانو له ډلې يوازې نصرالله ستانکزی ونه توانېده چې پر اساسي قانون د څار کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړي.

ښاغلي ستانکزي د باور ۱۰۶ رايې ترلاسه کړې په داسې حال کې چې ۱۱۲ رايو ته يې اړتيا لرله.

محمد عمر داودزی چې له تېرو څو اوونيو راهيسې د کورنيو چارو د سرپرست وزير په توګه کار کاوه، د وکيلانو له لوري د دغه وزارت د وزير په توګه ومنل شو.

د ولسي جرګې حاضرو ۲۲۳ غړو ښاغلي داودزي ته ۱۵۳ د تاييد، ۵۵ رد، ۹ سپينې او ۵ باطلې رايې ورکړې.

هر نوماند اړ و چې د حاضرو ۲۲۳ غړو نيمايي جمع يو رايې خپلې کړي، چې ۱۱۲ رايې کېږي.

ښاغلی داودزی د کورنيو چارو وزارت له سرپرستۍ وړاندې په پاکستان کې د افغانستان سفير و او له هغه وړاندې يې د ولسمشر کرزي د دفتر د رييس په توګه دنده ترسره کوله.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت ته نوماند محمد اکرم خپلواک هم وکړای شول، چې د ولسي استازو د باور رايه خپله کړي.

ښاغلي خپلواک ۱۳۲ د تاييد، ۶۹ د رد، ۱۶ سپينې او ۴ باطلې رايې ترلاسه کړې.

محمد اکرم خپلواک چې د دغه وزارت د سرپرست په توګه له څه مودې راپدېخوا کار کاوه، تر دې وړاندې د فراه او پکتيا ولايتونو والي و.

لطف الرحمن سعيد چې د کابل پوهنتون استاد دی وتوانېده چې د ولسي استازو باور ترلاسه کړي او پر اساسي قانون د څار کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړي.

وکيلانو ښاغلي سعيد ته ۱۵۹ د تاييد، ۴۰ د رد، ۲۱ سپينې او دوه باطلې رايې ورکړې.

برات علي متين چې د سترې محکمې د غړيتوب لپاره نوماند و، وکړای شول د جرګې د استازو اعتماد خپل کړي.

ښاغلی متين چې د غزني اوسېدونکی دی او تر دې وړاندې د سترې محکمې کارکوونکی و، د سترې محکمې د غړي په توګه ومنل شو.

برات علي متين ته ولسي استازو ۱۵۴ د تاييد، ۵۰ د رد، ۱۷ سپينې او يوه باطله رايه ورکړه.

ورته مطالب