کابل: وسله والو د ولايتي شورا کانديد وژلی دی

Image caption ځايي خلک وايي برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي

د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې لسګونه کسان سړکونو ته راوتلي او کابل ښار ته غځېدلې لار يې د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

لاریون کوونکي د کابل د ولایتي شورا د یوه کاندید صوفي زمري د وژلو په اعتراض نن ( پنجشنبه، ۲۶ سپتمبر) سړکونه ته را ووتل.

د کابل ولایتي شورا ته کاندید صوفي زمری تېره ورځ د ناپېژندل شويو وسله والو له لوري په خپله سيمه بګرامیو په ډزو ووژل شو.

ځايي خلک وايي برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

تراوسه د دغې وژنې لامل نه دی معلوم او نه يې هم چا مسولیت پرغاړه اخیستی دی.

لاریونیانو له حکومته د صوفي زمري د قاتلینو د نیولو او محکمې ته یې د کشولو شعارونه ورکول.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وویل، پارېدلو خلکو کابل ښار ته غځیدلې لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده، خو پولیس چارواکو د لاریون کوونکو له مشرانو سره د لارې د بېرته پرانیستلو په تړاو خبرې اترې پیل کړي دي.

تراوسه په لاريون کې د تاوتريخوالي راپور نه دی ترلاسه شوی.

د افغانستان د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د نوم لیکنې د پروسې له پیل راهېسې، دا د یوه کاندید د وژل کېدو لومړنۍ پېښه ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وار وار د ټاکنیزو چارو د خوندي ترسره کولو او د نوماندانو د امنیت ساتلو له اړخه اندېښنه ښودلې ده، په تېره بیا په هغو سیمو کې چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین په کې پیاوړي بلل کیږي.

نا امني د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې د یوې لویې ننګونې په توګه یادیږي.

ورته مطالب