د افغان ولسمشرۍ ټاکنيزو ائتلافونو کې درزونه

Image caption ويل کېږي جنرال عبدالرشيد دوستم د احمد ضياء مسعود په مشرۍ له ملي جبهې لرې شوی

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د هغو کسانو شمېر چې تر دې مهاله يې په ولسمشريزو ټاکنو کې دګډون معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې، ۷۲ تنو ته رسېدلی دی.

خو له دې سره سره، په دغه کمسيون کې يوازې يوه کس په رسمي ډول ځان ټاکنو ته کانديد کړی دی.

په همدې حال کې ځينو مهمو سياسي څېرو يو بل د سياسي ائتلافونو پر ماتولو تورن کړې دي.

د دې ترڅنګ، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلام د سياسي کمېټې پخواني مشر، قطب الدين هلال هم وايي، چې په خپلواک ډول راتلونکو ټاکنو ته کانديد دی.

په کابل زموږ خبريال حفيظ الله معروف وايي د ټاکنو په رانژدې کېدو سره، هره ورځ په افغانستان د نوو ټلوالو جوړېدو او پخوانيو کې د درزونو خبرې کېږي.

ويل کېږي، جنرال عبدالرشيد دوستم د احمد ضياء مسعود په مشرۍ له ملي جبهې لرې شوی او په راتلونکو ټاکنو کې به د دغې جبهه ملاتړ ونه کړي.

محمد محقق، چې د عبدالله عبدالله د دوهم مرستيال غوښتنه يې منلې، پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "د ټاکنو په مخکني پړاو کې ما او جنبش قرارداد کړی و، چې يوځای به ځو او دا پرېکړه هم شوې وه، چې د استاد رباني په موافقې سره به د عبدالله عبدالله د کانديدۍ ملاتړ کوو، چې هغه مهال د عبدالله انتخاباتي پاڼې زما د مېز پر سر وې، د جنبش ملګرو په وروستۍ شېبه کې يوازې پرېښود او د کرزي د ملاتړ خبره مطرح شوه."

د ښاغلي محقق په دې ليکنه کې د امرالله صالح او احمد ضياء مسعود هم يادونه شوې او ويلي يې دي ګواکې دوی ټولنيز بنسټ او نړيوال ملاتړ نه لري.

د محقق د دغې ليکنې پر وړاندې امرالله صالح او ضياء مسعود هم توند غبرګونونه ښوولي دي.

ښاغلي صالح په ځوابي ليکنه کې ښاغلی محقق پر دې تورن کړی چې د بهرنيو استخباراتي کړیو په اشاره خپل کارونه پر مخ بيايي.

Image caption قطب الدين هلال هم وايي "د حزب اسلامي د سياسي کمسيون مشر نه يم. خو حزب اسلامي مې کور دی او غړی يې وم او يم"

په همدې حال کې د ملي ائتلاف وياند فاضل سنچارکي له بي بي سي سره په خبرو کې د ښاغلي محقق له څرګندونو ملاتړ وکړ او وايي، چې سياستوال بايد جنجال پارونکې نه وي.

نوموړي وايي، د ولسمشرکرزي د دوهم مرستيال، قسيم فهيم په کور کې د عطا محمد نور، اسماعيل خان، احمدضيا مسعود، صلاح الدين رباني او يونس قانوني په ګډون ګډه غونډه کې د عبدالله عبدالله له کانديدۍ ملاتړ شوی دی.

دی وايي "تر اوسه مطرح کانديد ښاغلی ډاګټر عبدالله دی، چې مهم کسان د هغه پر ملاتړ سلا شوې دي. هغه پوښتنې، چې له ځينو شخصيتونو سره وې، له نېکه مرغه، په پر له پسې ناستو کې تر ډېره حده حل شوې دي."

خو له دې ټولو سره سره ، يوې سياسي څېرې هم تر اوسه په رسمي ډول له ښاغلي عبدالله نه ملاتړ نه دی اعلان کړی.

نور کانديدان

د افغان ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره کانديدان په احتياط سره ګام اخلي، او ډېر يې په دې هڅو کې دي چې د کانديدۍ له اعلان مخکې خپل ځان لپاره، په تېره بيا توکميز ملاتړ ډاډمن کړي.

په نويو څېرو کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلام د سياسي کمېټې پخوانی مشر، قطب الدين هلال دی، چې ده هم ويلي، په خپلواک ډول راتلونکو ټاکنو ته کانديد دی.

هغه بي بي سي ته وويل، په دوو ورځو کې به په رسمي ډول له ټاکنو کمسيون سره د خپلې کانديدۍ نومليکنه وکړي.

"زه کانديد يم، په دې کې شک نشته خو خپلواک کانديد يم. زه اوس د حزب اسلامي د سياسي کمسيون مشر نه يم. خو حزب اسلامي مې کور دی او غړی يې وم او يم."

Image caption د افغان ولسمشرۍ ټاکنو په رانژدې کېدو په افغانستان د نويو ټلوالو جوړېدو او پخوانيو کې د درزونو خبرې کېږي

ښاغلي هلال وويل "موږ به هغه مقاصد په پام کې نيسو، چې زموږ د امير حکمتيار صېب مقاصد دي."

پر دې سربېره داسې رپوټونه هم دي، چې د ولسمشر کرزي ورور، قيوم کرزی، اشرف غني احمدزی، د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول، حنيف اتمر او عبدلرب رسول سياف هم د افغان ولسمشرۍ لپاره احتمالي کانديدان دي.

د ټاکنو کمسيون د وروستيو معلوماتو له مخې، د هغو کسانو شمېر چې تر دې مهاله يې په ولسمشريزو ټاکنو کې دګډون معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي، ۷۲ تنو ته رسېږي.

سره له دې، چې دکانديدانو نومليکنې لپاره ۸ ورځې پاتې دي، يوازې يوه کانديد له ټاکنو کمسيون سره د راتلونکې کال ټاکنيزو سيالۍ لپاره په رسمي ډول خپل نوم ليکلی دی.

ورته مطالب