غزني او کندهار کې چاودنې او ټکر ۷ افغانان وژلي

د یوې مخکنۍ چاودنې عکس ګورﺉ
Image caption غزنی د افغانستان په جنوب کې یو له ناامنه ولایتونو دی، چې د حکومت وسله وال مخالفین یې په ګڼو سیمو کې فعالیت لري.

د افغانستان سوېلي ولایت غزني چارواکي واییو ده یک ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې کسان وژلي او اووه نور ټپیان دي.

د غزني ده یک ولسوالۍ کې د شنبې پر ګهيځ شاوخوا شپږ بجې او ۴۵ دقیقې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي وايي، چاودنه د ده یک ولسوالۍ رباط کلي ته څېرمه پر هغه موټر شوې، چې له ده یک ولسوالۍ څخه د غزني مرکز ته پکې لس تلونکي مساپر سپاره وو.

ښاغلي احمدي همداراز وویل، په وژل شویو کې موټر چلوونکی هم دی.

په ټپیانو کې یوه ماشوم او دوې ښځې هم دي.

د غزني د والي مرستیال زیاتوي، چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی، چې اوس غزني ښار ته وړل شوي.

د ملګرو ملتونو د روان کال لومړیو شپږو میاشتو یوه راپور کې ویل شوي وو، چې په تېرو کلونو کې تر ډېره د سړک غاړې ماینونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

د غزني د دغې تازه چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

غزنی د افغانستان په جنوب کې یو له ناامنه ولایتونو دی، چې د حکومت وسله وال مخالفین یې په ګڼو سیمو کې فعالیت لري.

ځینې وخت وسله وال ان د غزني پرښار هم توغندي توغوي او یا د ښار د ننه ځینې هدفي وژنې کوي.

کندهار

بل خوا، د سوېلي ولایت کندهار مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه ولایت تخته پول ولسوالۍ په انځرګي سیمه کې د ترافیکي پېښې له کبله دوې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي.

پېښه د یوه ملي فلډر موټر او کرولا په ټکر کېدو رامنځ ته شوې ده، چې درې ماشومان، پنځه ښځې او پنځه نارینه پکې ټپیان شوي هم دي.

ورته مطالب