افغان حکومت وايي نور به د کوکنارو کروندګر نيسي

Image caption افغانستان لا تر اوسه د نړۍ نشه يي توکو تر ټولو زيات توليدونکی هېواد دی

افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي وروسته له دې به د کوکنارو ستر کروندګر نیسي.

د دغه وزارت چارواکو په وینا روان کال يې د کوکنارو کرکیلي په مخنیوي کې هڅې هومره بریالۍ نه وې، نو ځکه یې پرېکړه کړې چې د پخوا پرتله جدي ګامونه واخلي.

خو د قانون پلي کوونکي بنسټونه اندېښنه ښيي چې په شته امکاناتو سره به بشپړ بریالیتوب ترلاسه نه کړي.

په کابل کې زموږ خبريال خوشحال تایب وايي د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له څه د پاسه لس کلنو هڅو سره سره بیا هم دوی پر دې نه دي توانېدلي چې دغه ستونزه حل کړي.

داسې اندېښنې هم شته چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کوکنارو کرکیلې او مخدره موادو د قاچاق ستونزه لا پراخه شي.

دغه اندېښنې لامل شوي چې چارواکي سره راغونډ شي او د مخدره موادو د مخنیوي لپاره یوه نوې طرحه جوړه کړي.

په همدې موخه د افغانستان د امنیتي ارګانونو او د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت چارواکو په کابل کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه.

له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال باز محمد احمدي وايي په جوړې شوې غونډې کې یې تصمیم ونیو چې وروسته تر دې به د کوکنارو ستر کروندګر نیسي:

دی وايي "د وزرات د مقام د دقیقو پلانونو او پروګرامونو پر بنسټ لازمه وګڼل شوه چې پر لویو ځمکه والو خپل پام ولرو او ویې نیسي چې دا د منځنۍ او ټیتې کچې ځمکه لرونکو لپاره یو جدي پیغام وي چې د کوکنارو کرکیله ونه کړي".

ښاغلی احمدي زياتوي د دې ترڅنګ به د کوکنارو کروندې ویجاړوي او د مخدره موادو قاچاقچيان به نيسي.

پر زياتې مځکې کر

له مخدره مواد سره د مبارزې افغان وزیر ضرار احمد مقبل دا ومنله چې په تېرو کلونو کې یې یوازې د ټیټې کچې کروندګر نیولي او هغه کسان چې په پراخو ځمکو یې کوکنار کرلي لا هم خلاص مټ ګرځي.

ښاغی مقبل وايي "تېر کال مو یو شمېر کسان نیولي، خو دا هغه کسان نه دي چې پر ډېرو ځمکو یې کوکنار کرلي وي. د بېلګې په توګه یو یا نیم جریب ځمکه یې کرلي وي. په داسې حال کې چې په هلمند، کندهار، فراه او ارزګان ولایتونو کې داسې کسان شته چې له درې جریبو پر ډېرې ځمکې یې کوکنار کرلي دي."

افغان چارواکي دا هم وايي دوی له خپل وسه ډېرې هڅې کړې او په دې لار کې یې مرګژوبله هم ګاللې ده.

خو ظرفیتونه یې په هغه کچه نه دي چې وکولای شي د شته ننګونو په وړاندې سل په سله کې بریالي اوسي.

چارواکي دا هم وايي په روان کال یې د کوکنارو د کرکیلي په مخنیوي کې هڅې هومره بریالۍ نه وې.

د دوی په وینا روان کال توانېدلي چې یواځې پر ۹۸۰۰ هکتاره ځمکې کرل شوي کوکنار له منځه یوسي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېره تر لس زرو هکتارو لوړه وه.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزرات د شمېرو له مخې سږ کال په ۱۵۴ زره هکتاره ځمکې کوکنار کرل شوي وو.

ورته مطالب