هرات کې د سلګونه بندیانو نه خوړو اعتصاب نهمې ورځې ننوتی

Image caption تېره ورځ په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر هم د دغو بندیانو د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د هرات په محبس کې د ۲۵ بندیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د هرات سیمه يیز چارواکي وایي د هغو بندیانو شمېر چې په اعتصاب یې لاس پورې کړی، اوس ۲۳۷۰ تنو ته رسېدلی.

دغه بندیان وایي تر هغو چې له پلازمېنې کابل نه جګپوړي پلاوي د دوی غوښتنې نه وي اورېدلې، له اعتصابه به لاس وانه خلي.

په هرات کې زموږ همکار محمد قاضي زاده وايي، د هرات په زندان کې د بندیانو د اعتصاب له پیله اته ورځې تېرې شوې.

په پيل کې یوازې ۳۰۰ بندیانو اعتصاب کړی وو خو د دوی شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره زیات شو اوس اوس ۲۳۷۰ تنو ته رسېدلی.

د هرات سیمه يیزو چارواکو د ۲۵ بندیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

چارواکي وایي ۱۲ ناروغ بندیان د درملنې لپاره له ځینو بلاکونو ایستل شوي، خو بندیانو د دوو نورو بلاکونو دورازه د ناروغانو د لېږدولو لپاره نه ده پرانیستې.

دغه بندیان وایي تر هغو چې له کابله یو جګپوړی پلاوی د دوی د غوښتنو اورېدو لپاره ورنه شي له اعتصابه به لاس نه اخلي.

چارواکو پرون ویلي وو ډېر ژر به له پلازمېنې کابله یو پلاوی هرات ته راشي.

چارواکو نن هم خپله دا ژمنه تکرار کړې او ویلي یې دي چې پلاوی به سبا راشي.

دغه بندیان ظاهراً ډېر شکایتونه لري، خو د ټولو بندیانو د خبرو ګډ ټکی دا دی چې دوی عدالت غواړي.

یوشمېر وایي باید له هغو فرمانونو له ګټې اخیستنې بې برخې نه شي چې د ولسمشر له خوا په مختلفو مناسبتونو د بندیانو د بښنې یا د سزا د کچې د کمولو په موخه صادرېږي، خو سیمه يیز چارواکي وایي یوشمېر بندیانو درانه جرمونه کړي او د دوی د بښنې واک یوازې د افغانستان ولسمشر لري.

تېره ورځ په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر هم د دغو بندیانو د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د نوموړی دفتر مشر ویلي که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښایي یوشمېر بندیان خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ورته مطالب