افغان خبريالان د کار د ښه والي لپاره راټول شوي

افغان خبريالان
Image caption له ۳۳ کلونو وروسته د خبریالانو ملي اتحادیه غواړي، خپلې اساسنامې ته بیا کتنه وکړي

د افغانستان له نژدې ۲۰ ولایتونو سلګونه ژورنالیستان د دې لپاره کابل کې یو ځای شوي وو، چې د خبریالۍ له اوسنیو معیارونو سره سمه اساسنامه تصویب کړي.

دوی به دغه راز د خبریالانو د ملي اتحادیې د عالي شورا د غړو ټاکلو لپاره هم رایې وکاروي.

د تېرې لسېزې له بدلونونو راهیسې دغې اتحادیې تر اوسه غونډه نه ده کړې او د درې لسیزو پخوانۍ اساسنامې پر بنسټ یې اجراات تر سره کېږي.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې کاږي، له ۳۳ کلونو وروسته د خبریالانو ملي اتحادیه غواړي، خپلې اساسنامې ته بیا کتنه وکړي او بدلونونه په کې رامنځ ته کړي.

د پخوانۍ اساسنامې پر بنسټ د اتحادیې عمومي مجمع په اساسنامه کې د بدلون راوستو او پرې د بیا غور واک لري، خو د تېرې لسیزې بدلونونو له کبله دغسې کوم اقدام نه دی شوی.

د خبریالانو د ملي اتحادیې اجراییوي رییس فهیم دشتي بي بي سي ته وویل، چې د خبریالانو ټولنې اوسنیو اړتیاوو ته په پام سره به اساسنامه کې بدلون رامنځ ته شي.

پر دې سربېره په افغانستان کې د خبریالانو نژدې ۱۵ نورې ټولنې شته، چې د خبریالانو خپلواک انجمن، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه او د خبریالانو مدافع کمېټه هم له دغو ټولنو څخه دي.

دغه هره یوه ټولنه ادعا کوي، چې د غړو شمېر یې ډېر دی او د بیان ازادۍ او د خبریالانو له حقونو نه د دفاع په لړ کې یې فعالیتونه غوره دي.

خو د خبریالانو پر مدافع ټولنو داسې نیوکې هم شته، چې ګواکې ډېری یې یوازې له خبریالانو سره د زور زیاتي په باب د شمېرو راټولولو لپاره جوړې شوې دي.

دوی وايي دغو ټولنو په افغانستان کې د خبریالانو د شته ستونزو په هواري کې او د خبریالۍ د وضعیت د ښه والي لپاره ګټور کارونه، نه دي کړي.

ورته مطالب