د کونړ طبيعي درو د امنيت ساه اخيستې ده

جنرال حيات الله اقتاش
Image caption جنرال حيات الله اقتاش په کونړ کې د ملي پوځ قوماندان دى، دى په هغو سيمو کې چې د ملي پوځ په عملياتو کې بېرته ترلاسه شوي دي، د ښې حکومتوالۍ پر اهميت ټينګارکوي.

د سهار نهه بجې وې چې له مرکز اسعد اباده مې د ملي پوځ په يوه کتار کې چې د چپې درې سيمې ته يې د عملياتو لپاره د تګ تکل کړى و، حرکت پيل کړ، شاوخوا غرونواو طبيعي ځنګلونو ته د کونړ سيند د ښکلا او طبيعت سندرې ويلې.

کونړي هم ورته د خپلو مستو څپو په شور کې د ښکلا نغمې سر کړې وې، خو د خام سرک لوړو ژورو، او د ماينونو وېرې مو له دې ښکلا هغسې خوند نه شو اخيستلى، خو د وسله والو طالبانو د راوتلو وېره مو په زړه کې نه وه؛ ځکه د ملي پوځ او عامه نظم ځواکونو پوستې ځاى ځاى تر سترګو کېدې.

د پوځيانو له خوا په دې سيمه کې پېل شويو عملياتو ته د پېچ توپان نوم ورکول شوى وو، چې په سیمه کې دا لومړني عمليات وو چې افغان پوځيانو په خپل مټ پیل کړي وو، يوازې هوايي مرسته يې بهرنيو ځواکونو کوله.

پېچ دره، د مرګ دره

Image caption د پېچ درې کيسه تل له غمونو ډکه وي، له روسانو تر امريکايانو، دلته هر چا خپله برخه کړې ده، ددې سيمې خلک د اړدوړ ترمنځ ښکېل شوي دي، هر چا پر سر د ظلم څپېړه ورکړې او پر سر يې هېچا لاس نه دى کش کړى.

پخوا د پېچ درې ته بهرنيانو د مرګ د درې نوم ورکړى وو، خو اوس ورته د سولې دره ويل کيږي.

افغان پوځيان د خلکو له پراخه هرکلي سره مخامخ شول، خلکو په په کټورو او چاينکو کې شيدې او نور خواړه له ډېرې خوښۍ ورته راوړل چې دوی يې وخوري.

هوا او فضا، د جګړې له لوګيو يوه پاکه ښکارېده، ماته دا فضا، ددوو کلونو وړاندې په څېر ونه برېښېده، د تور سرک په اوږدو کې مې د خوندي امنيت او ټيکاو احساس کاوه، عام خلک هم ليدل کېدل چې پر دې لاره، په ډاډه زړه تګ راتګ کوي.

خو دا يوازې د لوىې لارې امنيت دى چې خلک يې تګ راتګ ته هڅولي دي، تر شا يې بيا ځينې مايوسوونکى حالت او د نهيلۍ، څپې هم را خورې دي.

دلته د ژوند، نورې برخې، بيا ګډوډې دي، هلته د ژوند، د اوبو بهيرتيز نه دى روان، دلته خلک، يوازې د سرک امنيت نه غواړي، بلکې د ژوند بنسټيزې اړتياوې پوره کول هم غواړي، داسې ښکاري لکه د سرک پرسر د خوندي امنيت تر شا چې يوه غميزه پرته وي.

که دوه کاله د مخه د بهرنيو ځواکونو په شته والي کې دې سيمې ته څوک نه شول راتلاى او اوس يې په سرک په ډاډه زړه تلاى شي خو لا هم تر سرک لاندې حکومتي حاکميت تر پوښتنې لاندې دى، تر سيند پورې غاړه ډېرى سيمې لا هم د حکومت د وسله والو مخالفينو په واک کې دي اوسپين بېرغونه يې پرې رپيږي.

د دولتي محکمو پر ځاى خلک دوديزو جرګو او د وسله والو طالبانو محکمو ته ورځي، او د سيمې د خلکو په وينا دوی دا کار په حکومتي ادارو کې د شته فسادو، بډو، او د حکومتي حاکميت د نشتوالي له امله کوي.

د کونړ د هسکو درو، شپينۍ چوپه چوپتيا چې يوازې په کې کونړی سېند د خپلو څپو په شور، لکه د شڼ هاتي د مستۍ شڼا کوي او د پنځلسمې سپوږمۍ په کې ځانته د شين اسمان په لمن کې له سپينو ستورو اميلونه جوړوي، نو دا فضا او رومانټيکي ښکلا يې، د ډرون يا بي پيلوټه الوتکى وېروونکى بريد، په ناولي غږ د باروتو په لوګي ولړي.

خو د سيمې خلک لکه يتيمان په دې ژړا پاخه شوي دي، او تر ډېره ورسره دا فکر نه وي چې ګوندې دا بريدونه به يې ژوند واخلي، مګر د ژوند خواږه هغسې نشته، او د ژوند کليمه اوس نيمه پاتې ده، ځکه توري يې د ناورينونو او غمونو توپانونو له ځانه سره وړي دي.

د ظلم څپېړه

Image caption جنرال حيات الله اقتاش وايي، د ښې حکومتوالۍ په نشتوالي کې به لاسته راغلې برياوې پیکه شي

د پېچ درې کيسه تل له غمونو ډکه وي، له روسانو تر امريکايانو، دلته هر چا خپله برخه کړې ده، ددې سيمې خلک د اړدوړ ترمنځ ښکېل شوي دي، هر چا پر سر د ظلم څپېړه ورکړې او پر سر يې هېچا لاس نه دى کش کړى.

د دوو زامنو بېنوا پلار چې يو يې په ملي پوځ او بل يې په پوليسو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى، اوس د نهيليو دېوال ته تکيه وهلې ده، هغه له حکومته ماڼيجن دى چې د زامنو تر مرګ وروسته يې دده يوه خوله پوښتنه هم نه ده کړې.

که په ټوله کې په دې سيمه کې پرتليز ټيکاو راغلى او له امنيتي ځواکونو خلک خوښ برېښي، خو خرابې حکومتوالۍ ، بيا له خلکو خوښي تروړلې ده.

جنرال حيات الله اقتاش په کونړ کې د ملي پوځ قوماندان دى، دى په هغو سيمو کې چې د ملي پوځ په عملياتو کې بېرته ترلاسه شوي دي، د ښې حکومتوالۍ پر اهميت ټينګارکوي.

ښاغلى اقتاش وايي، د ښې حکومتوالۍ په نشتوالي کې به، لاسته راغلې برياوې پیکه شي:

''دا جوته ده چې دلته د ښې حکومتوالۍ د نشتوالي کړکېچ پر ځاى پروت دى، که د حکومتوالۍ ستونزه نه واى، نو د خلکو لپاره به ددندو او روزګار ستونزه نه وي، خلک به د خپل حکومت ملاتړ کوي، لويه ستونزه د خلکو له روزګار ده، چې په شته والي کې يې د خلکو او حکومت ترمنځ فاصلې کميږي.

Image caption تر يوې اونۍ وړاندې پورې هم چپه دره د طالبانو په واک کې وه، محمد بشير چې ېيچ دره کې اوسيږي، وويل د طالبانو له چال چلند نه هم خلک په تنګ راغلي وو.

موږ خپل پوځي دندې تر سره کوو، خو که خلک دندې ونه لري، نو دا لاس ته راوړنې به د لنډ مهال لپاره وي ورځنى ژوند اوس هم له زياتو ستونزو سره تړلى دى.

د چپې درې ولسوال هم دا مني چې په تېرو دوو کلونو کې دلته دښې حکومتوالۍ څرک نه لګېده، او دوې نه شول کولى چې پر لاره تګ راتګ وکړي. دې هم وايي چې ښې سيمه ييزې حکومتوالۍ ته اړتيا ده.

بل لوري ته وسله وال طالبان هم، د خپلو شپينو پټو پاڼو په مټ خلک له حکومته بې زاره کوي او پراخه تبليغاتو يې، د سيمې اوسېدونکي دوه زړي کړي چې د پاڼ او پړانګ کيسه پرې راغلې ده.

تر يوې اونۍ وړاندې پورې هم چپه دره د طالبانو په واک کې وه، محمد بشير چې ېيچ دره کې اوسيږي، وويل د طالبانو له چال چلند نه هم خلک په تنګ راغلي وو:

''هر هغه څوک چې به له پوليسو او ملي پوځ سره وو هغه به وژل کېدل، او ژوندي به کور ته نه را تلل، عام خلک به له دې امله طالبانو وهل چې ږيرې په يې نه وې. طالبانو به خلک غرونو ته وړل، حکومت ته په جاسوسۍ به يې تورنول، خلک له سختو کړاوونو سره مخامخ وو''.

د طالبانو کلابندي

Image caption دا سيمه يوازې ٢٠٠ متره له ولسوالۍ لرې ده.

د چپې درې د پوليسو مشر، احسان الله ګوجر چې دى او کسان يې دوه کاله د طالبانو په محاصره کې وو هم راته د سيمې د پخوا حالت په اړه وويل:

''حالات ډېر خراب وو، لکه چې تاسې ګورﺉ دلته طالبان وو، خلکو پر موږ هېڅ شى نه پلورل، ډاکترانو به زموږ درملنه نه کوله، طالبان زيات وو دوی خلک په وېره کې اچولي وو، خلکو له موږ سره مرسته نه کوله داسې نه چې دوی طالبان وو بلکې د طالبانو له وېرې يې دا کار نه کاوه''.

دا سيمه يوازې ٢٠٠ متره له ولسوالۍ لرې ده.

افغان پوځيان توانېدلي چې طالبان له عمومي لارې، کلي او درې نه په شا کړي، مګر دا لاس ته راړونې ډېرې نازکې دي، د دا سې يو هېواد په يوه برخه کې چې هلته حکومت خلکو ته د ژوند د لومړنيو اړتياوو په برا برلو کې پاتې راغلى وي.

ورته مطالب