د طالبانو برید امریکايي جنرالان تقاعد ته اړ کړل

Image caption خبریالان وايي، دا لومړی ځل دی، چې د امریکا جګپوړي پوځي جنرالان د پوځي تخلفاتو له کبله تقاعد ته اړ کېږي.

په یوه کم سارې پرېکړه کې د امریکا د سمندري ځواکونو دوه جنرالان په ۲۰۱۲ کال د هلمند "کمپ باسټيان" پوځي اډه د طالبانو د برید مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله تقاعد کېدو ته اړ شوي دي.

د بوسټین پر پوځي اډې د طالبانو د برید مخنیوي کې د پاتې راتلو له اړخه، د دغو جنرالانو پر دوسیې ټیک څلور میاشتې کار شوی.

طالبانو په ۲۰۱۲ کال هلمند کې د برتانوي ځواکونو پر لویې "کمپ باسټيان" اډې برید وکړ، چې د امریکايي سمندري پلي ځواکونو په ګډون یې لږترلږه لس پوځيان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

په برید کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت پوځي توکیو ته هم زیان اوښتی و، چې د امریکا د هوايي ځواک شپږ جنګي الوتکې هم په کې ویجاړې شوې وې.

د دغې پرېکړې د اعلان پروخت د امریکا د سمندری ځواکونو یوه جنرال جیمز آموس وویل، جنرال چارلز ایم ګور ګانوس او جنرال ګرېګ اې سټیردیونټ "د افغانستان سوېل لوېديځ کې پر پوځي هوايي ډګر د طالبانو د برید د مخنیوي لپاره لازم اجرآت نه وو کړي".

په برید کې ۱۵ برید کوونکي هم وژل شوي وو او یو ژوندی نیول شوی و.

د امریکا سمندري ځواکونه او د برتانیا شاهي هوايي ځواک سرتېري د برید د مخنیوي لپاره سره یو شوي وو.

خبریالان وايي، دا لومړی ځل دی، چې د امریکا جګپوړي پوځي جنرالان د پوځي تخلفاتو له کبله تقاعد ته اړ کېږي.

"کمپ باسټيان" افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو یوه له سترو پوځي اډو څخه ده.

ورته مطالب