م. م: د ټاکنو لپاره چمتووالی قانع کوونکی دی

Image caption ښاغلی کوبېش وايي ملگري ملتونه ژمن دي چې د ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي

په کابل کې د ملگرو ملتونو استازى دفتر يونما وايي، د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاکنو لپاره نيول شوې تابياوې د تېرو ټاکنو په پرتله ښې او د منلو وړ دي.

دغې ادارې دارنگه په افغانستان کې د رڼو ټاکنو د تر سره کيدو لپاره د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيونونو سره په مالي او تخنيکي برخو کې د مرستو ټټر وهلى او پر ټاکنو د څار او نظارت په برخو کې يې د نړيوالو څارونکو د گومارنې ژمنه هم کړې ده.

محمود کوچی په خپل راپور کې وايي، د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د تاوده بازار په درشل کې د ملگرو ملتونو د دغې خبري ناستې موضوع هم تر ډيره پر ټاکنو څرخيدله.

په کابل کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي يان کوبيش وويل، افغانستان لا هم د نړيوالې ټولنې لپاره د پاملرنې وړ هيواد دى او ملگري ملتونه ژمن دي چې دغلته د ښو او رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

هغه دا هم وويل چې د راتلونکو ټاکنو په تړاو د دوى ارزونې ښيي چې د ټاکنو لپاره نيول شوې تابياوې د پخوانيو ټاکنو په پرتله ډيرې ښې دي او هيله يې ښکاره کړه چې دغه ټاکنې به له لانجو پرته تر سره شي:

"بايد ووايم، خوشاله يم چې د نړيوالې ټولنې مرستندويه ادارو د ټاکنو د کمېسيون سره د مالي، تخنيکي او لوژيستيکي مرستو ژمنتيا ښودلې ده، موږ او زموږ همکارانو د ټاکنو کميسيون سره سلا او مشورې پيل کړي چې پوه شو څنگه کولاى شو د هغوى ملاتړ وکړو او د هغوى اړتياوې کومې دي".

ښاغلي کوبيش دا هم وويل چې د افغانستان په ځينو سيمو کې په شته امنيتي ننگونو سترگې نه پټوي، خو زياته يې کړه چې د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون پر خپلواکۍ يې ټينگار وکړ چې د نوي قانون له مخې په اوسنيو ټاکنو کې د دغه کميسيون په اډانه کې يو بهرنى غړى هم نه شته.

د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي وويل په پام کې لري چې د همدغه کمېسيون سره خپلې نړيوالې تجربې هم شريکې کړي.

د هغه په وينا د ملگرو ملتونو ملاتړ به دې ته لاره پرانيزي چې دغه کمېسيون په خپلواکه توگه چټک گامونه پورته کړي.

د ټاکنو پر بهير د نړيوالو او کورنيوڅارونکو گومارنه نورهغه څه و، چې ښاغلي کوبيش يې په اړه ډير ټينگار کاوه:

"د ټاکنو د څرنگوالي او څارلو لپاره د کورنيو او نړيوالو څارونکو ونډه ډيره اړينه ده، نړيواله ټولنه چمتو ده چې د کورنيو څارونکو ملاتړ وکړي، او موږ کولاى شو چې د نړيوالو څارونکو په ورگډيدو سره دغه بهير نور هم غښتلى کړو".

دی وايي اروپايي ټولنې او اروپايي پارلمان پريکړه کړې چې د افغانستان د ټاکنو لپاره به نړيوال څارونکي واستوي.

ښاغلي کوبيش د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو ټاکنو لپاره د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان د ملاتړې ډلې د گډون يادونه هم وکړه.

ورته مطالب