جنرال دوستم د ستر درستیزوالۍ له دندې استعفا کړې

Image caption جنرال عبدالرشید دوستم ویلي و، دا ځل به په ټاکنو کې د هغه چا ملاتړ کوي، چې ده ته په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د لومړي معاونیت پوست ورکړي.

د جنبش ګوند مشر، عبدالرشید دوستم ته نژدې کسانو ومنله، چې نوموړی د اشرف غني احمدزي لومړی مرستیال او سرور دانش یې دویم مرسیتال ټاکل شوي دي.

په همدې حال کې ښاغلي دوستم د ستر درستیزوالۍ له دندې هم استعفا کړې ده.

د اشرف غني د دفتر چارواکي هم مني، چې له دغو کسانو سره یې خبرې کړې دي خو وايي د شنبې په ورځ به ټول جزییات په ډاګه کړي.

دارنګه د اسلامي وحدت ګوند مشر او دولسمشر کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي هم له اشرف غني نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

له کابله حفیظ الله معروف په رپوټ کې ویل شوي، چې د جنبش ملي ګوند مشر، جنرال عبدالرشید دوستم ویلي و، دا ځل به په ټاکنو کې د هغه چا ملاتړ کوي، چې ده ته په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د لومړي معاونیت پوست ورکړي.

له کاندیدانو سره له څواونیو خبرو وروسته بلاخره اشرف غني احمدزي په راتلونکو ټاکنو کې ښاغلی دوستم د لومړي مرستیال او سروردانش دویم مرستیال ټاکلی دی.

د جنبش ګوند یوه غړی نقیب الله فایق بي بي سي ته وویل، چې دلومړۍ مرستیالۍ څوکې ته د کاندیو لپاره جنرال دوستم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

"ښاغلي اشرف غني احمدزي، جنرال دوستم د خپل لومړي مرستیال په توګه منلی او دغه خبره نن نهايي شوه. جنرال دوستم په رسمي ډول نن په ارګ کې ولسمشر کرزي ته له خپلې دندې استعفا ورکړه او هغه یې استعفا قبوله کړه، نو له دې سره ښاغلی دوستم لومړی مرستیال او د محمد کریم خلیلي د وحدت ګوند یو استازی دویم مرستیال وټاکل شول."

نوموړی وايي، احمدضیا مسعود او امرالله صالح هم د جنبش ګوند د مشر عبدالرشید دوستم له لومړۍ مرستیالۍ نه ملاتړ کړی دی.

په همدې حال کې، د ولسمشر کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي هم له اشرف غني احمدزي خپل ملاتړ اعلان کړی او له خپل لوري یې سرور دانش د ښاغلي احمدزي دویمې مرستیالۍ ته کاندید کړی دی.

ښاغلي دانش پخوا د افغانستان د لوړو زده کړو او د عدلیې وزیر په توګه پاتې شوی دی.

د ښاغلي خلیلي د دفتر مشرعباس بصیر بي بی سي ته وویل، چې له څو پرلپسې غونډو وروسته ، کریم خلیلي پرېکړه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې له احمدزي نه ملاتړ وکړي.

نوموړي وویل، چې د یکشبنې په ورځ به اشرف غني له مرستیالانو سره د ټاکنو کمېسیون ته د نوم لیکنې لپاره لاړ شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم ليکنې بهير د سنبلې په ۲۵مه پيل او د بهير پای ته اوس يوازې درې ورځې پاتې دي.

تراوسه دریو کاندیدانو، عبدالرب رسول سیاف، عبدالله عبدالله، فضل کریم نجمي او بسم الله شیر له ټاکنو کمېسیون سره په رسمي توګه راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه نومولې دي.

د دې ترڅڼګ، ګل اغا شيرزي، د سردار محمد داود وراره، سردار محمد نعيم، د ولسمشر کرزي ورور، قيوم کرزي او د اسلامي ګوند يوه غړي قريب الرحمن سعيد هم رسنيو ته تاييد کړې چې د ولسمشرۍ لپاره کاندیدان دي.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ لمريز کال د وري په ۱۶مه وشي.

ورته مطالب