کرزی: ناټو د افغانانو د رنځ او کړاو لامل ده

حامد کرزی
Image caption حامد کرزي ویلي "زه خوښ نه یم چې ووایم موږ نسبي امنیت لرو. دا هغه څه نه دي، چې موږ یې په لټه کې یو. بلکې موږ بشپړ امنیت غواړو".

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر ناټو ځواکونو نیوکه کړې ده او وايي چې " د افغانستان ثبات راوستلو کې پاتې راغلې ده".

ښاغلي کرزي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي چې: "د امنیت برخه کې د ناټو کړنې د افغانانو د کړاو سبب شوې دي، ډېری وګړي د جګړې قرباني شوي او هېڅ پرمختګ نه دی شوی".

هغه ویلي چې ناټو په غلط ډول ددې پرځای چې پاکستان کې د طالبانو د پټن ځایونو له منځه وړلو لپاره د جګړې پام ورټول کړي، د افغانستان په کلیو کې یې د جګړې تمرکز ډېر کړی و.

د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدا پورې، د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ ایله شپږ میاشتې پاتې دي.

حامد کرزي ویلي "زه خوښ نه یم چې ووایم موږ نسبي امنیت لرو. دا هغه څه نه دي، چې موږ یې په لټه کې یو. بلکې موږ بشپړ امنیت غواړو".

ښاغلي کرزي د بي بي سي انګلیسي برخې له خبریال یلدا حکیم سره په مرکه کې ویلي، چې تر هرڅه ډېر یې لومړیتوب د امنتی او سولې راتلل دي، ان تر دې چې له طالبانو سره د واک شریکولو ته هم چمتو دی.

هغه ویلي، چې دې هدف ته د رسېدو لپاره یې حکومت د طالبانو له مشرانو سره پر خبرو بوخت دی.

Image caption ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې: "... په دې کې هېڅ شک نه شته، چې ان که چېرې طالبان بېرته راستانه هم شي، دا لړۍ به ونه درېږي".

د افغانستان ولسمشر ویلي: "دوی (طالبان) افغانان دي. که چېرې د ولسمشر یا د افغانستان د حکومت دا صلاحیت وي، چې دوی د حکومتی په یوه رسمي دریځ کې وټاکي، دا کار به وشي. خو په هغه ځای کې چې د افغانستان خلک د ټاکنو له لارې د حکومت په جوړښت کې کسان ټاکي، طالبان باید راشی او ټاکنو کې ګډون وکړي".

د ښځو حقونه

ولسمشر حامد کرزي هغه اندېښنې رد کړې، چې ګني د طالبانو په بېرته راتلو یا حکومتي چوکاټ کې په ګډېدو سره به افغانستان کې د ښځو د حقونو ترلاسه شوي پرمختګونه له منځه ولاړ شي:

"د طالبانو راتګ به د پرمختګ د کمزورۍ لامل نه شي. دغه هېواد سولې ته اړتیا لري. افغانستان کې د سولې راتلو لپاره زه هر کار ته چمتو یم او د سولې په راتګ سره افغان مېرمنې خپلو هدفونو ته د رسېدو په لار کې په لا ښه ډول پرمختګ کولی شي".

ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې: "زه هېڅ شک نه لرم، چې له سولې وروسته به هغه ښځې او نجونې چې درس وايي، د لوړو زده کړو او کار لا ډېره زمینه ومومي، په دې کې هېڅ شک نه شته، چې ان که چېرې طالبان بېرته راستانه هم شي، دا لړۍ به ونه درېږي".

دوه اړخیز امنیتي تړون

Image caption ولسمشر کرزي پر ناټو تور پورې کړی، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی نه لري.

حامد کرزي یوځل بیا د تېر په څېر وویل، چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکېدا لپاره بیړه نه لري.

د امریکا متحده ایالتونه غواړي، چې دغه امنیتي تړون، چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته، د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکي دایمي شي، د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې لاسلیک شي.

ولسمشر کرزي وویل: "که چېرې دغه تړون په اوږدمهال کې زموږ لپاره ګټور نه وي، امریکایان کولی شي افغانستان پرېږدي. دغه سند باید د افغانستان د هدفنونو او ګټو لپاره مناسب وي. که چېرې زموږ لپاره وړ او مناسب نه وي، طبعاً هره غاړه به خپله لاره مخته وړي".

په وروستیو کلونو کې ولسمشر پر خپلو پخوانیو لوېديځو ملاتړو نیوکې ډېرې کړې دي، چې تر ټولو ډېرې یې افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د هغو عملیاتو په اړه کړې دي، چې تر ډېره پکې ولسي وګړي وژل شوي.

ولسمشر کرزي پر ناټو تور پورې کړی، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی نه لري.

په ۲۰۰۹ کال، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر کرزی "د نه تکیې وړ او نامؤثر همکار " بللی و.

خو حامد کرزي د بي بي سي "نیوز نایټ" سره مرکه کې دا خبرې رد کړې او وايي هغه دا څرګندونې له دې اړخه کړې دې چې "په هغو ځایونو کې چې دوی غواړي موږ ورسره ملګرتیا وکړو، موږ یې نه ورسره کوو. دوی غواړي کله چې ولسي وګړي ووژل شي، موږ چوپه خوله پاتې شو، خو موږ چوپه خوله نه پاتې کېږو. موږ هېڅکله چوپتیا غوره نه بولو".

حامد کرزي پخپله مرکه کې ویلي، کله چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه افغانستان ته ننوتل، د هغه وخت له امریکايي ولسمشر جورج بوش سره یې ښه اړیکي لرل:

"په لومړیو کلونو کې زما او د بوش د نظر ترمنځ ډېر توپیر نه و. خو له ۲۰۰۵ کال وروسته زموږ په اړیکو کې ترینګلتیا رامنځ ته شوه، دقیقاً هغه مهال چې د ولسي وګړو وژنه پیل شوه، هغه مهال چې موږ ولیدل، چېرې چې د ترهګرۍ ضد جګړه باید وشي، هلته ونه شوه".

کرزي دا هم ویلي چې "د ترهګرۍ ضد جګړه باید له افغانستانه بهر د ترهګرو پټن ځایونو او روزنیزو مرکزونو کې شوې وای، نه دا چې د ناټو او امریکا پوځيان زموږ کلیو ته راغلي وای او د افغانستان خلک یې ازورده کړي وای".

فساد

د افغانستان پر حکومت د پراخ فساد تورونه لګول کېږي، دا او ګڼې نورې موضوع ګانې په وروستیو کې ددې لامل شوې، چې ناروې له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمولو اعلان وکړ.

حامد کرزي په دې اړه وویل، چې "د نورو حکومتونو په پرتله زموږ حکومت کمزوری او نامؤثر دی. موږ تازه کار پیل کړی دی، خو لوی فساد، د سلګونو میلیونونو ډالرو فساد د افغانانو کار نه و. اوس ټول پر دې موضوع پوهېږي. دا د بهرنیانو فساد و".

ورته مطالب