د افغانستان ولسمشرۍ ته ۲۷ کسانو نوملیکنه وکړه

Image caption اشرف غني احمدزي عبدالرشید دوستم د لومړي مرستیال او سرور دانش د دویم مرستیال په توګه وټاکل.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د نوملیکنې په وروستۍ ورځ، د ټاکنو کمیسیون کې اشرف غني احمدزي او سرور احمدزي، د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، د ترانسپورت پخواني وزیر حمیدالله قادري، د سردار محمد داود خان د ورور لمسي سردار محمد نادر نعیم، داود سلطان زوی، قیوم کرزي او ګل اغا شیرزي هم ولسمشرۍ ته نوملیکنه وکړه.

که څه هم د نوم لیکنې لپاره وروستی وخت نن یکشنبه (د اکتوبر شپږمه) د مازدیګر تر څلورو بجو ټاکل شوی و خو د کاندیدانو د ډېروالي له امله دا وخت د شپې تر ناوخته پورې وغځول شو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، چې ولایتي شوراګانو ته ټول ټال ۲۳۶۰ کسانو نوملیکنه کړې ده، چې شاوخوا ۳۰۰ یې ښځې دي.

خو ولسمشریزو ټاکنو ته په ولاړو کسانو یې ایله یوه کاندیده تر سترګو کېږي.

ولسمشرۍ ته د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د تېرې سنبلې/ وږي له ۲۵ پیل شوی و، چې د روان میزان/تلې تر ۱۴ پورې یې دوام وکړ.

ټول ټال ۲۷ کاندیدانو نوملیکنه وکړه، چې نومونه او مرستیالان یې په لاندې ډول دي:

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې زموږ همکار حفیظ الله معروف، چې دغه بهیر له نژدې څاري، وايي له اشرف غني احمدزي سره د هغه لومړی او دویم مرستیالان عبدالرشید دوستم او سرور دانش هم کمیسیون ته راغلي وو.

نوموړی وايي، چې د ولسي جرګې ځینې نور غړي او د کابینې ځینې پخواني وزیران هم د اشرف غني احمدزي په ملاتړ د ټاکنو کمیسیون ته د هغه له ډلې سره ملګري وو.

سرور احمدزی په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم ولسمشرۍ ته ولاړ و.

Image caption د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول احمد ضیاء مسعود او حبیبه سرابي د لومړي او دویم مرستیال په توګه وټاکل.

وړاندې د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نهو کسانو (عبدالله عبدالله، عبدالرحیم وردګ، حشمت عني احمدزی، دل اغا کوهدامني، قطب الدین هلال، سید اسحق ګیلاني، بسم الله شیر، عبد رب الرسول سیاف او فضل کریم نجیمي) هم نومونه لیکلي وو.

لومړنى کس چې په دغه سيالۍ کې ورگډ شو بسم الله شېر و چې نوم يې په رسنيو کې ډېر نه دى اورېدل شوى.

کميسيون به د دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ سيالۍ لپاره سپارل شوي اسناد وارزوي او په ١٢ ورځو کې به د کانديدانو لومړنى لست خپور کړي.

د قانون له مخې کميسيون مکلف دى چې د جنگي او بشري جرمونو تورن کسان او نور قانون ماتوونکي له سيالۍ راوگرځوي.

د ولسمشرۍ د سيالۍ هر مينه وال اړ دى چې د راى ورکوونکو ۱۰۰ زره کارتونه چې لږ تر لږه په ٢٤ ولايتونو پورې اړه ولري، د خپل نفوذ د تصديق لپاره له يو ميليون افغانيو ضمانت سره کميسيون ته وسپاري.

هغه کسان چې د ولسمشرۍ سيالۍ ته يې اسناد سپارلي دي، ٣٤ ورځې يعنې د نومبر تر ١١ وخت لري چې له درېدو په شا شي.

تر دغې نېټې پنځه ورځې وروسته يعنې د نومبر پر ١٦ د کانديدانو وروستى لست خپرېږي چې وروسته کانديدان د نورو په گټه دتېرېدلى نه شي.

ددې بهير تر ټولو مهم پړاو د کانديدانو تبليغات دي چې رسمي پيل يې د بل کال د فبرورۍ پر دويمه پيل او دوه مياشتې وروسته د اپرېل پر دويمه پايته رسېږي.

ټاکنې د اپرېل پر څلورمه ترسېره کېدونکي دي.

Image caption قطب الدین هلال عنایت الله عنایت د لومړي مرستیال او محمد علي نبي زاده د دویم مرستیال په توګه وټاکل.
Image caption عبدالله عبدالله محمد خان د لومړي مرستیال او محمد محقق د دویم مرستیال په توګه ټاکلي.
Image caption سیاف اسمعیل خان د لومړي مرستیال او مولوي عبدالوهاب عرفان د دویم مرستیال په توګه ټاکلي.

ورته مطالب