"د کابل هرات لویې لارې د نا امنیو لاملونه مو پیدا کړي"

Image caption په تېرو څو میاشتو کې د کابل ـ کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو خونړۍ پیښې رامنځ ته شوې وې چې خلکو ته یې سخته اندېښنه وراچولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي د کابل هرات لویې لارې د نا امنیو اصلي لاملونه یې په ګوته کړي او د هغو له منځه وړلو لپاره یې کار پیل کړی دی.

وسله وال طالبان، د لغو شویو امنیتي کمپنیو کسان چې له طالبانو سره اړیکې لري او ځینې نورې غیر مسئولې وسله والې ډلې د نا امنیو اصلي لاملونه بلل شوي دي.

په تېرو څو میاشتو کې د کابل ـ کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو خونړۍ پیښې رامنځ ته شوې وې چې خلکو ته یې سخته اندېښنه وراچولې ده.

له همدغو وروستیو پیښو وروسته افغان امنیتي چارواکي لاس په کار شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي وروسته تر هغه چې خلکو شکایتونه وکړل او پر دغې لویې لارې د تګ راتګ په اړه اندېښنې وښوولې شوې، دوی له ملي اردو سره یو ځای پلانونه جوړ کړل چې په پایله کې یې د ناامنیو اصلي لاملونه هم څرګند شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي یو اصلي لامل هم طالبان او د دغې لارې په اوږدو کې د هغوی فعالیتونه دي.

د ښاغلي صدیقي په وینا د دوی چارې لا پائ ته نه دي رسېدلي او د دغې لارې په اوږدو کې د مخالفو وسله والو د شړلو او هم په ستراتیژیکو برخو کې د پوستو جوړولو چارې لا هم روانې دي خو هغو هڅو چې تر اوسه شوي مثبتې اغېزې لرلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د دغې لارې په اوږدو کې په امنیتي ځواکونو کې هم پراخ بدلونونه راغلي دي.

د هغه په ژبه دوی ته نوي امکانات په واک ورکړل شوي او د کندهار، وردګو او غزني پولیسو ته دنده سپارل شوې چې خپل تدبیرونه له سره ونیسي.

د کابل هرات لویه لار له تېرو دوو کلونو راهیسې یوه له ډېرو ناامنو لارو ګڼل کېږي.

دغه لاره ډېر ځله د چاودنو، د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو د بریدونو، د موټرو د سوځولو، تښتونو او یرغمل نیولو د خونړیو پېښو شاهده وه.

د همدې پیښو له امله څو ځلې ملکي خلکو ته د تلفاتو د اوښتو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

ورته مطالب