د هلمند پر لويه اډه د تېر کال "د بريد پړه" پر برتانويان راغله

Image caption په دغه پنځه ساعته نښته کې دوه امريکايي سمندري پوځيان وژل شوي او د ۱۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت شپږ جنگي الوتکې له منځه وړل شوې وو.

تېرکال په هلمند کې د بهرنيو پوځونو پر لويه اډه – کامپ باستېن د طالبانو د بريد په اړه د امريکاييانو په يوه پلټنه کې د اډې برتانوي ساتونکي غندل شوي دي.

په دغه پنځه ساعته نښته کې دوه امريکايي سمندري پوځيان وژل شوي او د ۱۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت شپږ جنگي الوتکې له منځه وړل شوې وې.

١٦ نور پوځيان ټپيان شوي هم وو چې نيمايي يې برتانويان وو.

په رپوټ کې راغلي چې د څار له برجونو څخه يوازې نيمايي يې عسکر درلودل او نور تش وو.

د تېرې اوونۍ په لومړيو کې تر يوې پلټنې وروسته دوه امريکايي جنرالان جبري تقاعد ته سوق شول.

په دفاعي چارو کې د بي بي سي خبرياله کارولاين وايټ په دې اړه خپل رپوټ کې وايي: د بريد پر مهال د هلمند په دغه اډه کې تر ٢٨ زرو عسکرو او قرارداديانو کار کاوه، خو پلټنې وښوده چې د پهرې يوازې نيمايي برجونو عسکر درلودل.

له هغو امريکايي جنرالانو څخه يوه يې چې په دې تړاو تقاعد شوى، په خپله شهادتپاڼه کې ويلي چې فکر کوي د امنيتي اقداماتو د پياوړتيا لپاره د ځينو قوماندانانو غوښتنې، هم په امريکا او هم برتانيا کې، د سپما په دليل رد شوې وې.

هغۀ پلټونکو ته په يوه ليکلې وينا کې ويلي چې يوازې تر بريد وروسته ورته پته ولگېده چې د پهرې ځينې برجونه تش وو، دا ځکه چې د معلوماتو بهير ورو و او برتانويانو د پيکه توب احساس کاوه.

جنرال ويلي چې تر بريد وروسته برتانويانو کلکه هڅه وکړه چې د امنيتي چارو ولکه همداسې په خپل لاس کې وساتي، خو ماته ورته وويل چې نور دا نه شو منلى چې د امنيت بشپړ مسووليت دې زموږ په لاس کې نه وي. امريکايي پلټونکو دا پايله را ايستلې وه چې که څه هم امريکايي قوماندانانو خپل مسووليتونه په سم ډول نورو ته لېږدولي وو، خو په وروستي تحليل کې حساب يوازې له همدغو قوماندانانو سره کېده او دوو پکې خپلې دندې له لاسه ورکړې.

منتقدين وايي چې ولې د برتانيا دفاع وزارت په ورته ډول عمل ونه کړ او له ځانگړو افرادو يې حساب ونه غوښت.

د دفاع وزارت يوه وياند وويل چې دغه وزارت به د رپوټ پایلې وڅېړي او زياته يې کړه چې په کمپ باستېن کې د ځواکونو د خونديتوب اقدامات له سره ارزول شوي او د گواښونو له اوسنۍ کچې سره سمون لري.

هغوى چې په کمپ باستېن کې همدا شېبه د عسکرو د خونديتوب مسووليت پر غاړه لري، ښه پوهېږي چې په افغانستان کې به د امريکايي او برتانوي عسکرو د شمېر له کمېدو سره جوخت د هغوى ننگونې لا نورې ډېرې شي.

ورته مطالب