د کندهار د حج او اوقافو مشر د بډو په تور نیول شوی

حاجیان
Image caption سږ کال له افغانستانه سعودي عربستان ته شاوخوا شپږ ویشت زره حاجیان روان دي، چې زر یې حکومتي کسان او پنځه ویشت زره نور عام وګړي دي.

د کندهار د حج او اوقافو رئیس د بډو اخیستلو په تور نیول شوی.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي ددغه ولایت د حج او اوقافو رئيس او پخوانی طالب قوماندان نورالعزيز یې د حج په سږني بهیر کې د درغليو او فساد په تور نيولی دی.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي، نورالعریز درې ورځې مخکې د ملي امنيت له خوا نیول شوی او دمګړۍ ددغې ادارې د څارنوالانو تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

کندهار کې ځايي خبریال مامون درانی وايي، د کندهار د حج او اوقافو پر رییس تور دی چي مستحق کسان يې حج ته له تګه راګرځولي او پر ځای يې د بډې په بدل کې نور کسان لېږلي دي.

د راپورونو له مخې تر یو سل او پنځوس نه زیات کسان چې ټولې قانوني چارې یې د حج د فریضې لپاره بشپړې کړې حج ته له تګ څخه پاتې شوې.

که څه هم د کندهار د والي وياند يوازې د ملي امنیت د څارنوالۍ له لوري د نورالعزیز د نظارت خبره کوي، خو سرچينې وايي له هغه سره يوشمېر مامورين هم نيول شوي.

سږ کال په کندهار کې حج ته د تګ په بهیر کې د نورو کلونو په پرته نیوکې او شکایتونه خورا زیات وو.

نورالعزيز پخوانى طالب قوماندان و او دوه کاله مخکې د سولې له پروسې سره يو ځای شو، چې له څه مودې وروسته د کندهار د حج او اوقافو د رئیس په ټوګه وټاکل شو.

سږ کال له افغانستانه سعودي عربستان ته شاوخوا شپږ ویشت زره حاجیان روان دي، چې زر یې حکومتي کسان او پنځه ویشت زره نور عام وګړي دي.

سعودي عربستان اعلان کړی، چې د نړۍ له ګوټ-ګوټه دغه هېواد ته د حج لپاره تر ۱.۱ میلیون ډېر حاجیان رسېدلي دي.

د سعودي عربستان د پاسپورټونو مدیر سالم البلیهد ویلي چې ۱.۰۲۳.۲۹۷ کسان د هوا له لارې، ۶۳،۶۲۰ د ځمکې او ۱۳،۶۲۷ نور بیا د سمندر له لارې حج ته تللي دي.

سعودي چارواکو ویلي، چې سږ کال د حاجیانو په شمېر کې ۸ سلنه ډېروالی راغلی، چې له ټول ټال ۵۷۳ زرو څخه یې ۱۶۱ زره نارینه، چې ۶۴.۳ سلنه کېږي، او ۳۵.۷ یې ښځینه دي.

ورته مطالب