دوستم: "د کورنيو جګړو له امله بښنه غواړم"

دوستم
Image caption ښاغلی دوستم وايي په تېرو دوو لسيزو کورنيو جګړو کې سپينې کوترې نه شته

د افغانستان د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم د يوې اعلاميې په خپرولو له هغو کسانو چې په تېرو دوو لسيزو جګړو کې يې زيان ليدلی، بښنه غوښتې ده.

په اعلاميه کې ښاغلي دوستم له نورو هغو رهبرانو او څېرو چې په کورنيو جګړو کې ښکېل و، غوښتي چې د افغانستان په تاريخ کې د يوې نوې پاڼې د پرانستو لپاره له هغو کسانو بښنه وغواړي، چې د دوی د منفي سياستونو له امله اغېزمن شوي دي.

دغه ويناپاڼه په لومړي ځل د فيسبوک پر هغه پاڼه خپره شوې چې د ښاغلي دوستم د پلويانو له لوري د ټاکنو په اړه جوړه شوې ده.

د ويناپاڼې متن دغه راز د آيينې تلويزيون له لوري، چې ښاغلي دوستم ته نژدې دی او ډېری خپرونې يې په ازبکي ژبه دي، ولوستل شو.

په ويناپاڼه کې راغلي دي: ((اوس د دې وخت رارسېدلی، چې موږ ټول د هغو زيانونو له امله چې په تېر کې زموږ د منفي سياستونو له امله خلکو ته رسېدلي، له هغوی بښنه وغواړو. زه غواړم په دې برخه کې مخکښ واوسم او ووايم، موږ له ټولو هغو کسانو چې د جګړې په دواړو خواوو کې يې زيان ليدلی، بښنه غواړو)).

ښاغلی دوستم په افغانستان کې وروستيو دوو لسيزو پېښو ته په اشارې سره وايي: (( په تېرو دوو لسيزو کورنيو جګړو کې سپينې کوترې نه شته)).

عبدالرشيد دوستم دغه راز ويلي، په افغانستان کې هېڅ قوم د کورنيو جګړو له کړاوونو خوندي نه دی پاتې شوی او په دغه هېواد کې ټولو قومونو کړاو، ګاللی دی.

ښاغلي دوستم زياته کړې: (( جګړې متاسفانه زموږ له بېګناه خلکو ژوند اخيستی او په پايله کې يې موږ يو پر بل بې اعتباره او جلا کړي يو. د هېواد دا تريخ واقعيت بايد يو ورځې ويل شوی وای)).

د جنبش مشر ويلي: (( موږ غواړو چې د نوي عصر او نوي دود پيلوونکو واوسو او نور ټول هم په ځوانمردانه ډول پر خپلو تېروتنو اعتراف وکړي او ټول يې په ډله ييز ډول د بيا تکرارېدو مخنيوی وکړو)).

جنرال دوستم چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اشرف غنی احمدزي د لومړي مرستيال په توګه معرفي شوی، د راتلونکو ټاکنو په اړه وايي: (( که د افغانستان شريف خلک موږ ته د خدمت کولو فرصت راکړي، موږ ژمن يو چې په دغه تاريخي فرصت کې د خلکو پر زخمونو پټۍ کېږدو. او ژمنه کوو چې افغانستان به د ټولو په ګډ کور بدلوو او هېڅ درد او ظلم به بيا په دغه هېواد کې تکرار نه شي)).

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په کورنيو جګړو کې يو مطرح مشر په مستقيم ډول د جګړې له قربانيانو بښنه غواړي.

د افغانستان کورنۍ جګړې په اويايمه لسيزه کې د زرګونه کسانو د وژل کېدو لامل شوې او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په دغو جګړو کې يو شمېر ښکېل کسان په ((جنګي جرمونو او له بشري حقونو پر سرغړونې)) تورن کړي دي.

ورته مطالب