د کانو وزارت د افغان ـ تاجک تيلو تړون وکړ

Image caption په قرار داد کې عربي او ترکي شرکتونو هریو ۴۰ په سلو کې او دغضفرګروپ افغاني شرکت ۲۰ په سلو کې ونډه لري چی د نفتو ګازو تر پلور وروسته افغان دولت ۵۰ سلنه ګټه لاسته راوړي.

د دراګن آیل، د عربی متحد امارتو ټي پي اې او د ترکیې د ګازو او نفتو ملي کمپنۍ او غضنفر ګروپ هغه درې شرکتونه دي، چې دغه قرارداد یې تر لاسه کړی دی.

په پام کې ده چې ډیر ژر دغه شرکتونو په سیمه کې خپل عملي کار پیل کړي.

عربي، ترکي او افغاني شرکتونو په ګډه د افغان تاجک له ۱۲ بلاکونو نه د مزار شریف او صندوقلي په نامه د نفتو او ګازو د دوو بلاکونو قرارداد ګټلی دی.

د نفتو او ګازو دغه زیرمې چې قرارداد یې لاسليک شو، د شادیانو او البرز له غرونه نیولې د مزار ښار شمال ته د آمو تر سیند پورې موقعیت لري.

د کانونو وزارت د پټروليم ريیس جلیل جمراني وايي، د لومړنیو مطالعاتو له مخې دغه دوه بلاکونه ۵۱۴ ميلیونه بیرله نفت او۹۱ ملیارده متر مکعب طبیعی ګاز لري، چې په وینا ېې که ګاز د مالګې ترطبقو ۲۵۰۰ متره لاندې په ځمکه کې تثبیت شي، نو د ګازو زیرمه ښایي څو برابره زیاته وي.

ښاغلی جمراني وايي، په لومړیو پنځو کلونو کې ګټونکې کمپنۍ اړې دي چې یو ميلیارد او ۶۰۰ ميلیونه ډالره پانګونه وکړي او په ۲۵ کلونو کې د خپلې پانګونې کچه ۱۲ميلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

په قرار داد کې عربي او ترکي شرکتونو هریو ۴۰ په سلو کې او دغضنفرګروپ افغاني شرکت ۲۰ په سلو کې ونډه لري چې د نفتو ګازو تر پلور وروسته افغان دولت ۵۰ سلنه ګټه لاسته راوړي.

۱۲۰۰۰ کارګر

دغه قرار داد د۳۲ کلونو لپاره دی.

په پام کې ده چې د دغو نفتو او ګازو اکتشافي چارې شاوخو ۵ کاله وخت ونیسي او تر هغې وروسته له دغو سیمو د تیلو او ګازو د رایستنې چاره پیل شي.

د ترکیې د بریالي شوي شرکت یوه استازي وویل، چې پر دغه پروژه کار هم د دوی هم د افغان دولت او هم د سیمی د اوسیدونکو په ګټه دی.

دغضنفر ګروپ شرکت یو مسول اسماعیل غضنفر وايي چې دغلته به ۱۲ زره افغانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

افغانستان د آمو دریا او افغان تاجک د نفتي حوزې سربېره د تیلو او ګاز څلور نورې حوزې (تیرپل، کشکه، هلمند، او کټواز) هم لري.

دافغان- تاجک نفتي حوزه د هیواد په شمال بلخ، تخار، کندوز او یوه برخه یی په جوزجان ولایتونو کې پرته ده ،چې ختیځ ته یې دهندوکش غرونه، لویدیځ ته ېې د آمو سیند یوه برخه، شمال ته ېې د آمو سیند او سويل ته ېې د بلخ ولایت دالبرز غرونه پراته دي.

رستاق، نوآباد.خان آباد، قره باتور، قره دم، کندز، شمر، حمدجان دګر، بلخ، مزارشریف، احمد آباد او صندوقلي د نفتو او ګازو بلاکونه دي.

د کانونو وزارت دپټرولیم ريیس وايي د نفتو دغه حوزه په ۱۹۵۸ کې د روسانو له لوري کشف شوې چې تر اوسه په کې کار نه و، شوی او له دغو زیرمه ګټه نه ده اخیستل شوې.

ویل کیږي چې د افغانستان له دغو زیرمو نه ګټه اخیستنه به نه یوازې افغانستان د سون توکو له پلوه په ځان بسیا کړي، بلکې نور هیوادونو ته به هم د صادراتو وړتیا ولري.

د کانونو وزارت مسوولین وايي له هغې وروسته به افغانستان د ګاونډیو بریښنا ته اړتیا ونه لري.

دوی وايي، د ملي اردو، ملي پولیسو او امنیتي ځوکوانو ترڅنګ به یې د دولتی مامورينو معاش له دی درکه لاسته راوړي او په بهرنیانو به تکیه راکمه او اقتصاد به وده وکړي.

تیرکال په سرپل ولایت کې دآمو دریا د حوزې د درې بلاکونو تړون د داوطلبۍ وروسته د چین دپټرولیمو ملي شرکت (CNPC) سره لاسلیک شو، چې له دغي حوزې نه داومو تیلو تولید او استخراج پیل شوی دی.

ورته مطالب