ملا برادر چېرې دى؟

Image caption طالبانو اوس په رسمې توګه دا ويلي چې ملا برادر خوشې شوې نه دې.

پاکستان یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو د غورځنگ پخوانى مرستيال مشر ملا برادر یې پرېښى دى.

د پاکستاني چارواکو دا وينا وروسته له هغه مخې ته راغله چې طالبانو وويل ښاغلى برادر لا تر دې دمه نه دى خوشې شوى او دوى يې د روغتيا په اړه اندېښمن دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري وویل:

"پاکستان په افغانستان کې د سولې د بهير آسانولولپاره طالب بندیان خوشې کړي او هم دې موخې لپاره یې ملا برادر هم پرېښى دى."

ښاغلي احمد زياته کړه چې ملابرادر آزاد دى چې له هر چا سره وویني، تماس ونيسي او په دې توگه د روغې پروسه پر مخ بوځې.

پاکستان د تېر سپټمبر پر یو ویشتمې د ملا برادر د خوشې کولو اعلان وکړ خو د ښاغلي برادر کورنۍ ته نږدې وگړو او د طالبانو ځينو سرچینو د پاکستاني چارواکو دغه وينا رد کړې وه.

طالبانو اوس په رسمې توګه دا ويلي چې ملا برادر خوشې شوې نه دې.

ملا برادر د ۲۰۱۰م کال په فبرورۍ کې په کراچې کې نیول شوې وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاحد وویل چې ملا برادر اوس هم په زندان کې په داسې حال کې شپې او ورځې تيروي چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړدى.

ښاغلي مجاهد وویل : " د پا کستاني حکومت لوړپوړوچارواکو وار وار د ملا برادر د خلاصون خبر ورکړ، حال دا چي هغه لا نه دی پرېښوول شوی. د پاکستان له حکومت نه په جدي توګه غوښتنه کوو چي د دې خبرې سپيناوی وکړي."

افغان ولسمشر حامد کرزې د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وويل دوى له ښاغلي برادر سره د تماس ټينگولو هڅې کوي.

هغه زياته کړه چې د ښاغلي برادر د پتې اود ټېليفون شمیرې تر لاسه کولو هڅه روانه ده.

د پاکستان لومړې وزیر نواز شریف ویلې وو چې د ملا برادار د خوشې کولو پریکړه يې د اګست په میاشت کې پاکستان ته د ښاغلې کرزې د سفر پر مهال کړې وه.

ورته مطالب