"سيګار دې د ورکو ۴۰ ميليونه ډالرو دوسيه وڅېړي"

Image caption امريکا ويلي چې د افغانستان له روغتونونو سره يې د ۴۰ ميليونه ډالرو مرسته کړې

په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې، گډې کوميټې 'مېک' د بيارغونې په چارو کې د امريکې له ځانگړي پلټونکي دفتر 'سيگار' څخه غوښتي، چې د افغانستان په پوځي روغتونونو کې د امريکې د٤٠ ميليونه ډالرو د ورکيدو قضيه وڅيړي.

د دغې ادارې مشر محمد ياسين عثماني بي بي سي ته ويلي، چې 'سيگار' يې غوښتنه منلې ده.

شاوخوا يو نيم کال مخکې د امريکې متحدو ايالتونو وويل چې گواکې د افغانستان له پوځي روغتونو سره يې ٤٠ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

مصطفی سالک په خپل راپور کې کاږي، کله چې د دغې مرستې د ورکيدو خبرونه خپاره شول، د افغانستان د پوځ لوړ پوړو چارواکو وويل چې دغه مرسته يې هيڅ تر لاسه کړې نه ده.

اوس په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې، گډې کوميټې 'مېک' بيا دا خبره راپورته کړې او د بيارغونې په چارو کې د امريکې له ځانگړي پلټونکي دفتر 'سيگار' څخه يې غوښتي چې پر دې اړه پلټنې وکړي او پاپلې يې جوتې کړي.

د مېک مشر ياسين عثماني بي بي سي ته وويل دا بايد ښکاره شي چې ايا په رښتيا دا مرسته شوې وه، او که شوې وه نغده وه که نور توکي او وسايل وو.

ښاغلي عثماني وويل چې 'سيگار' د دوى غوښتنه منلې ده:

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې، گډې کوميټې پخوا له افغان ولسمشر حامد کرزي هم غوښتي وو چې پر دې اړه پلټنې وکړي، چې يوۀ گډ پلاوي دا چارې تر سره کړې، خو 'مېک' وايي چې دا پلټنه په سردارمحمد داود خان روغتون کې د فساد په اړه وشوه چې په وينا يې گټور گام و.

ښاغلی عثماني وايي چې دې پلټنې د ٤٠ ميليونو ډالرو له ورکيدو سره کوم تړاو نه درلود، نو ځکه په اړونده برخه کې د منلو وړ نه ده.

'مېک' وايي چې نړيواله ټولنه او افغان حکومت بايد دا قضيه روښانه کړي.

ورته مطالب