د ټاکنیزو کاندیدانو خلاف ۱۰ شکایتونه شوي دي

Image caption د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون په غونډو کې به دغه شکایتونه ارزول کېږي او په اړه به یې پرېکړه کېږي. نادر محسني

افغانستان کې د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو خلاف تر اوسه نژدې ۱۰ شکایتونه ورته رسېدلي دي.

د دوی په وینا دغه شکایتونه خورا جدي دي او دوی به یې په خورا دقت سره ارزونه کوي. د یاد کمېسیون مسوولین وايي، تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به دغو شکایتونو ته د لاسرسي بهیر پیل شي.

نورمحمد سعید له کابله خپل رپوټ کې د یاد کمېسیون د مسوولانو له قوله کاږي، چې د شکایتونو ارزونه علني ده او د بهیر پر مهال به د شکایت کونکي او هغه چا چې شکایت ورنه شوی، نومونه افشا شي.

په داسې حال کې، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو خلاف د شکایتونو ثبت کولو وروستۍ نېټې ته یوه اونۍ وخت پاتې دی، د ټاکنیزو شکایتونو مستقل کمېسیون وايي، تر اوسه یې ایله ۱۰ شکایتونه ثبت کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون منشي او ویندوی نادر محسني له بي بي سي سره مرکه کې وویل، ثبت شوي شکایتونه بېلا بېل دي.

ټاکل شوې، چې د دغو شکایتونو د ارزونې لړۍ د تلې میاشتې په ۲۷ یانې راتلونکې اونۍ پیل شي او درې اونۍ وخت به ونیسي.

دغه راز به د لړم میاشتې په ۲۵ د شته شکایتونو له ارزونې او ځوابولو وروسته، د کاندیدانو نهايي نوملړ په رسمي بڼه خپور شي.

ښاغلي محسني دغه راز وویل، چې د شکایتونو ارزونې بهیر پټ نه دی او پر مهال به یې د شکایت کونکي او هغه چا چې پر خلاف یې شکایت شوی، نومونه په ډاګه شي.

د ښاغلي محسني په خبره که دغه کمېسیون ته رسېدلي اسناد ثابته کړي، چې کوم کاندید د کاندیدۍ پر شرایطو سم نه دی، نوم به یې د کاندیدانو له نوملړه وایستل شي.

بل لور ته د بشري حقونو د څار سازمان ویلي د هغو کسانو نومونه باید د کاندیدانو له نوملړه وایستل شي، چې بشري حقونو یې تر پښو لاندې کړي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، د هر هغه کاندید نوم به د کاندیدانو له نوملړه وایستل شي، چې د کومې رسمي محکمې له لوري په جرم ا و جنایت محکوم شوی وي. خو که داسې نه وي، له هېچا نه د کاندیدۍ حق نه شي اخیستلای.

ورته مطالب