د کرزي او کیري تر منځ خبرې په درېیم پړاو کې دي

کرزی کېري
Image caption ښاغلی کېري د جمعې په ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته ورسېد

افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له تېرې ورځې راهيسې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون پر سر په خبرو بوخت دي. دوی د خبرو په درېیم پړاو کې دي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وايي یو څه اندازه کار په اسنادو کې پاتې او ځینې موضوعګانې نه دې بشپړي شوي، موږ هيله مند يو چې يوه پايله ولرو خو هیڅ هم قطعي نه دي.

د دغو خبرو دویم پړاو له کومې پايلې پرته پاى ته رسېدلی و خو جان کېري د امریکا سفارت کارکوونکو ته ویلي وو چې موږ تر یوه فوق العاده ورځ درلودله.

د امریکا په سفارت کې د یوې لنډې دمې وروسته جان کیري وویل موږ بېرته ارګ ته ستنېږو چې له ولسمشر سره غرمنۍ وخورو او له هر څه نه مهمه دا ده چې په خبرو کې لږ نور پرمختګ وکړو. دا هغه څه دي چې موږ یې توله ورځ هڅه کوله.

ښاغلی کېري تېره ورځ په "سملاسي" ډول د امنيتي تړون په اړه د خبرو لپاره په يوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسېد او له افغان چارواکو سره يې خبرې پيل کړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له حامد کرزي سره د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون د لاسلکيدو د وخت په اړه هم خبرې کړې دي.

په کابل کې د امريکا سفير جيمز کننګهم، په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ، د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار رنګين دادفر سپنتا او نور لوړپوړي افغان چارواکي په دغو خبرو کې ګډون لري.

د غونډې ځنډېدل

ټاکل شوې وه چې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا د بهرنيو چارو وزير ګډ خبري کنفرانس په ځايي وخت نن له غرمې مخکې له حکومتي تلويزيونه په ژوندۍ بڼه خپور شي، دوه ځله وځنډېده.

د افغانستان د ولسمشرۍ يوې سرچينې خبريالانو ته ويلي و، چې د امنيتي تړون پر سر يوې موافقې ته د رسېدو لپاره د ولسمشر کرزي او ښاغلي کېري ترمنځ کنفرانس به تر ۲:۳۰ دقيقو له ماسپښين وروسته پيل شي.

خو دغه خبري کنفرانس په ځايي وخت ۳:۴۵ دقیقو لا نه دی پيل شوی او رسنۍ يې د پایلو په تمه دي.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي پر خپل ټوېټر پاڼه ليکلي: "د امريکا او افغانستان ترمنځ به د امنيتي تړون پر سر خبرې تر ماسپښين پورې ادامه ولري. او د حامد کرزي او جان کېري خبري ناسته به ماسپښين ناوخته پيل شي".

تر اوسه د حامد کرزي او جان کېري ترمنځ د غونډې د ځنډېدو اصلي لامل نه دی مالوم، خو ځايي رسنۍ وايي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون پر سر خبرې روانې دي.

ښاغلي فیضي تېره ورځ (جمعه) ويلي و، چې د ولسمشر کرزي او جان کېري ترمنځ د امنيتي تړون پر سر خبرې تېره ورځ تر ناوختې روانې وې او "پرمختګونه" يې هم لرل.

افغان حکومت بيا بيا ويلي چې له واشنګټن سره د امنيتي تړون په لاسليکولو کې بېړه نه لري، او هغه مهال به يې لاسليک کړي چې د افغانستان غوښتنې ومنل شي.

په افغانستان کې امنيت او د جګړې پای ته رسېدل د افغان لوري د سر سر غوښتنې دي.

ورته مطالب