د سږ کال د حج مراسم پيل شوو

Image caption افغان حکومت وايي حاجيانو ته يې له مکې مکرمې سره نژدې ځايونه کرایه کړې دي

د افغانستان د حج او اوقافو وزرات چارواکي وايي، سږکال یې افغان حاجیان په خپل وخت او پرته له کومې سترې ستونزې سعودي عربستان ته رسولي او هلته یې هم مناسبې آسانتیاوې ورته برابرې کړې دي.

خوشحال تايب په خپل راپور کې وايي، سږکال له افغانستانه د تېرو کلونو په پرتله ۲۰ سلنه لږ حاجیان تللي دي.

چارواکي د دې لامل په مکې معظمې کې د بیت الحرام شاوخوا سیمو جوړول او بیارغول بلل شوي دي.

د افغان چارواکو په وینا د تېرو کلونو په پرتله سږکال د حاجیانو د لېږدونې او هلته په سعودي عربستان کې د هغوی لپاره د اوسېدو او لېږد رالېږد لپاره چارې ډېرې منظمې وې.

خو ځینو افغان حاجیانو ویلي چې د دوی لپاره له حرم څخه لېرې ځایونه نیول شوي او له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزرات سرپرست وزیر داعی الحق عابد وايي، دوی تر خپله وسه هڅه کړې چې افغان حاجیانو ته آسانتیاوې برابرې کړي.

د افغان چارواکو په وینا تر دې مهاله په سعودي عربستان کې ۹ تنه افغان حاجیان مړه شوي، چې یو یې په ترافیکي پېښه او اته نور یې د بېلابېلو ناروغیو او یا هم د عمر د لوړوالي له کبله وو.

ښاغلی عابد وايي دوی د حج د مراسمو پر مهال د افغان حاجیانو د لېږد رالېږد مسلې ته پوره پام کړی دی:

"دا لومړی ځل دی چې سږکال موږ د افغان حاجیانو د اوسېدو ځای او حرم شریف ترمنځ ۱۳۰ کاسټر ډوله موټر په کرایه نیولي چې ۲۴ ساعته د حاجیانو په خدمت کې دي".

دی وايي: "د مینا، عرفات او مزدلفې تر منځ هم ترانسپورتي آسانتیاوې شته او سږ کال چې د اورګاډي خدمتونه هلته پیل شوي نو موږ هم په کې ګډون کړی، چې افغان حاجیان وکولای شي ګټه ترې واخلي".

په تېرو کلونو کې یو شمېر هغه افغانان چې حج ته د تلو تکل یې درلود او د خپل سفر پیسې یې هم تحویل کړې وې حج ته له تګه پاتې شول او په بېرته راستنېدو کې هم حاجیانو اعتراضونه کړي وو.

خو د حج او اوقافو سرپرست وزیر وايي ټول افغان حاجیان به د حج تر مراسمو وروسته په شاوخوا ۲۰ ورځو کې بېرته هېواد راستانه کړي.

یو شمېر افغان حاجیان وايي د نورو هېوادونو حاجیان ډېرې آسانتیاوې لري او هم حرم شریف ته په نژدې هوټلونو کې ځای پر ځای کیږي، خو افغان حاجیان بیا هغه شان آسانتیاوې نه لري.

خو چارواکي بیا د دې لامل اقتصادي او مالي ونډه په ګوته کوي او وايي له هر افغان حاجي یوازې څه باندې۳۰۰۰ ډالره اخلي چې یوه لویه برخه یې د الوتکې، هوټلونو او میشت ځایونو پر کرایې لګیږي.

خو د نورو هېوادونو حاجیان بیا د افغانانو په پرتله څو برابره زيات لګښت پرې کوي.

ورته مطالب