نورستان کې يوه توغندي ۷ ولسي وګړي وژلي دي

Image caption راپورونه وايي چې د پېښې ډېری قربانيان لمونځ کوونکي دي

د افغانستان له ختيځ ولايت نورستان نه راپورونه وايي، چې د يوه توغندي د لګېدو په پايله کې لږترلږه اووه ولسي وګړې وژل شوې دي.

د نورستان ولايتي چارواکي وايي، پېښه د دوآب په ولسوالۍ کې رامنځته شوې او په خبره يې اته کسه نور په کې ټپيان شوې دي.

د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند بي بي سي ته وويل، په ټپيانو کې دوه پوليس هم شامل دي.

ښاغلی بهاند وايي پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې خلک د ولسوالۍ په مرکز کې يوه جومات ته د لمانځه لپاره ور روان وو.

ويل کېږي چې له نامعلوم ځایه توغول شوی توغندی د جومات څنګ ته لګېدلی او ډېری قربانيان يې لمونځ کوونکي دي.

تر اوسه پورې چا د دغه بريد پړه نه ده منلې، خو د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند د بريد پړه پر وسله والو مخالفينو اچوي.

خو دغه خبر چې توغندی چا او له کوم لوري توغول شوی، په خپلواک ډول نه دی تاييد شوی.

د نورستان چارواکي وايي دوی اوس پلټنې پيل کړي، چې مالومه کړي توغندی، له کومه لوري توغول شوی دی.

نورستان د پاکستان له قبایلي سيمو سره ګډه پوله لري، او افغان چارواکي وايي ډېر ځله له پولې هغې غاړې نه توغندي توغول کېږي.

کونړ او نورستان دوه هغه ولایتونه دي، چې په تېرو دوو کلونو کې پرې بيا بيا سلګونه توغندلي، لګېدلي دي.

افغان حکومت وايي دغه توغندي د پاکستان له لوري توغول کېږي، خو پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي.

ورته مطالب