کابل: د ټاکنیزو کاندیدانو شمېر کمولو هڅې کېږي

Image caption د غونډې جوړونکي وايي د نوماندانو ګڼ والی له یوه پلوه د ټاکنو لګښت لوړوي او له بل پلوه به د خلکو رایو د ویش له امله ټاکنې دویم پړاو ته بوځي.

د افغانستان د لانجو حل اداره غواړي د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو څېرو په مرسته تر راتلونکو دوو اونیو ولسمشرۍ ته نوماندانو د راکمولو په موخه یوه غونډه جوړه کړي.

دغه غونډه د نوماندانو تر منځ د پوهاوي په نوم ده، په کابل کې جوړیږي.

د غونډې جوړونکي وايي د نوماندانو ګڼ والی له یوه پلوه د ټاکنو لګښت لوړوي او له بل پلوه به د خلکو رایو د ویش له امله ټاکنې دویم پړاو ته بوځي.

پخوانی جهادي مشر صبغت الله مجددي د دغې مصلحتي غونډې یو له اصلي جوړونکو بلل کېږي.

خوشحال تایب له کابله خپل رپوټ کې کاږي، یو شمېر دولتي چارواکو، جهادي مشرانو او مخورو د شنبې په ورځ لیده کاته درلودل چې د ولسمشرۍ نوماندانو د شمېر راکمولو پر سر بحث وکړي او یوې موافقې ته ورسېږي.

د ستونزو د حل کمېسیون مرستیال او د ولسمشر حامد کرزي سلاکار اسدالله وفا بي بي سي ته وویل تر راتلونکو دوو اونیو به د افغانستان له پنځلسو ولایتونو قومي مشران کابل ته راوبولي چې د ولسمشرۍ نوماندانو د شمېر کمولو په تړاو سلامشورې ورسره وکړي.

ښاغلی وفا وايي تر دې دمه له زیاتره نوماندانو سره خبرې شوي او ځینو یې د دې ګام ملاتړ هم کړی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته ۲۷ تنو خپل نومونه لیکلي دي چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نژدې نیمايي دي.

ښاغلی وفا وايي د نوماندانو ګڼ والی له یوه پلوه د ټاکنو لګښت لوړوي او له بل پلوه به د خلکو رایو د ویش له امله ټاکنې دویم پړاو ته بوځي.

هڅې کېږي چې د ټاکنو ترسره کېدو تر وخته د نوماندانو ترمنځ د موافقو او مصلحتونو له لارې د نوماندانو شمېر درې یا څلورو ته ټیټ شي او په ټاکنو کې سیالي د مطرحو او خلکو ته د منلو وړ کسانو ترمنځ وشي.

ټاکل شوې چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندانو لومړنی یا ابتدايي نوملړ تر راتلونکو شپږو ورځو اعلان شي او وروستی نوملړ به یې د لومړني تر خپرېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته اعلان شي.

ورته مطالب