کونړ او نورستان کې ملکي کسان وژل شوي

Image caption دا د ملکيانو د وژنې وروستۍ څپه ده چې د لوی اختر په شپو کې را منځ ته کېږي.

د کونړ په وټپور ولسوالۍ کې دوه کم عمره هلکان د جاسوسۍ په تور وژل شوي دي.

چارواکي وايي دواړه وروڼه څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو نيولي وو.

بل لور ته په نورستان کې ۷ ولسي وګړي د توغندي په يوه بريد کې وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو په دواړو پيښو کې خپل لاس لرل رد کړي دي. په اسد اباد کې هم دوه کسه د نړيوالو ځواکونو په توپچي بريد کې وژل شوي او پنځه ټپيان دي.

نعمت الله کرياب ېې په اړه له اسد اباده رپورټ ګې کاږي، چې دواړه هلکان وړمه شپه وټپور ولسوالۍ کې په ډزو ويشتل شوي او په ورسره ايښوول شوي ليک کې جاسوسان بلل شوي.

د کونړوالي شجاع الملک جلاله وژل شوي هلکان کوچنيان بولي او وايي دغې وژنې بوږنولی.

" سراج الدين او طيب الله ۱۰ کلن او ۱۲ کلن دي، دواړه څه موده وړاندې بې درکه شوي وو او اوس د طالبانو له لوري د جاسوسۍ په تور وژل شوي دي. فکر کووم په ټوله نړۍ کې به داسې نه وي شوي چې ۱۰ کلن او ۱۲ کلن ماشومان دې د جاسوسۍ په تور وژل شوي وي، افسوناکه پېښه شوې موږ ټول په دې دردمن يو او خواشيني يو"

وسله والو طالبانو په يوه وينا پاڼه کې د کوچنيانو وژنه غندلې او خپل لاس لرل ېې پکې رد کړي دي.

بله خوا اسد اباد ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر يواځينۍ پوځي هډه توغندي وار شوي، چې وسله وال طالبان پکې د څلورو بهرنيو عسکرو دوژلو ادعا کوي.

پر هډه په ځوابي بريد کې د ځايي خلکو په وينا دوه کوچنيان وژل شوي او پنځه نور ملکي وګړي چې درې ېې ښځې دي ټپيان شوي دي.

د کونړ والي ښاغلى جلاله وايي له نړيوالو ځواکونو ېې د مليکانو د مرګ ژوبلې سپيناوى غوښتى. وسله والو طالبانو د نړيوالو ځواکونو په ګوزارونو کې د خپلو دوو کسانو دوژنې پخلى کړى.

پر کونړ سربېره د نورستان په دواب ولسوالۍ کې هم تېره ورځ له ډېرو کورنيو د لوي اختر خوښي تروړل شوې.

د دواب د پوليسو مشر عنايت الله د خپلو وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې د ۷ ملکي وګړو دوژني او ۹ نورو د ټپي کېدو وايي. نوموړى وايي توغندى ولسوالۍ ته څېرمه هټيو پريوتى، چې خلک پکې د اختر سودا ته راغلي وو.

وسله والو طالبانو دغلته هم د ملکيانو د وژنې پړه په يوه وينا پاڼه کې نه ده منلې.

دا د ملکيانو د وژنې وروستۍ څپه ده چې د لوی اختر په شپو کې را منځ ته کېږي. امنيتي ځواکونو د اختر په شپو ورځو کې د احتمالي بريدونو د مخنيوي په موخه ښار ته په تلونکو لارو کې څوکۍ او پلټنې ډېرې کړي.

ورته مطالب