ملا عمر له امريکا سره امنيتي تړون رد کړی

طالبان
Image caption د طالبانو مشران د مذهبي ورځو په رارسېدو هر کال دا ډول پيغامونه ورکوي

لوي اختر د رارسيدو له کبله په خپل بيان کې د طالبانو مشر ملاعمر د ده په خپلو ټکو ويلي چې د "نيواکگرو" محدودې اډې هم د منلو وړ نه دي او دا چي د هغوى پر وړاندې به وسله واله مبارزه همداسې دوام ومومي.

هغه دارنگه په افغانستان کې ولسمشريزې ټاکنې هم رد کړي او هغه کسان يې د لويديځ خدمت کوونکي بللي چې د ټاکنو په اړه غږېږي.

ملا عمر دغه څرگندونې له هغه يوه ورځ وروسته کوي، چې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د امنيتي تړون پر ډېرو برخو سره هوکړه وکړه.

ولسمشر حامد کرزي د امنيتي تړون د لاسليک لپاره څو شرطونه درلودل چې د افغانستان ملي حاکميت ته د پاتې کيدونکو بهرنيو سرتېرو له لوري درناوى يې د سر سر شرط و.

ښاغلي کرزي له ښاغلي کېرې سره تر دوه ورځينو خبرو وروسته اعلان وکړ چې ملي حاکميت ته د درناوي، ملکي تلفاتو د مخنيوي، د تېري د تعريف او د بهرنيو سرتېرو د خپلسريو د مخنيوي پر مسالو له امريکايانو سره هوکړې ته رسيدلى دى.

خو يوه بله مساله چې د کابل په خبرو کې پرې هوکړه نه ده شوې امريکايي عسکرو ته د قضايي خونديتوب خبره ده.

قضايي مصوونيت

امريکا په افغانستان کې د پاتې کيدونکو عسکرو پر قضايي خونديتوب تينگار کوي.

خو ښاغلي کېري وويل د خونديتوب مانا له سزا نه د امريکايي عسکرو ژغورل نه دي بلکي هغه عسکر چې په افغانستان کې جرم کوي خپله سزا به ويني.

خو وايي دغه سزا به د امريکا له قوانينو سره سمه ورکول کېږي.

ښاغلي کېري خبردارى ورکړ، که چيرې دغه غوښتنه يې ونه منل شي، نو ښايي چې له ٢٠١٤ کال وروسته يو امريکايي عسکر هم په افغانستان کې پاتې نه شي.

ښاغلي کرزي بيا د بهرنيو عسکرو د خونديتوب مساله د خپل او خپل حکومت له واکه پورته وگڼله او ويې ويل چې په دې اړه به د افغانستان د خلکو لويه جرگه پريکړه وکړي.

له مخکني اعلان سره سم به دغه لويه جرگه په درې اوونيو کې جوړيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري هيله څرگنده کړه چې دغه جرگه به د امريکا په گټه پريکړه وکړي.

ښاغلي کرزي ويلي چې دغه تړون به د افغانستان عزت او ملي حاکميت پرځاى کړي.

په دې ډول که جرگه د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون تصويب کړي، نو له ٢٠١٤ کال وروسته کله چې د ناټو ځواکوانه له افغانستانه ووځي نو د دغه تړون پلي کېدل به پيل شي.

ورته مطالب