د ولسمشرۍ نوماندانو 'دوه ګونی تابعیت' ارزول کېږي

Image caption د نوماندانو وروستی لست د عقرب/لړم پر ۲۵ خپرېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې په راتلونکو دوه ورځو کې به د ولسمشريزو نوماندانو لومړنى نوملړ په ډاګه کړي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې وايي، په پام کې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ولاړو نوماندانو لومړنى نوملړ نن په سبا کې خپور شي، خو د ټاکنو کميسيون وايي چې پر دغه نوملړ د دوى ارزونې روانې دي، او ښايي په راتلونکو يوې يا دوو ورځو کې به دغه نوملړ له خلکو سره شريک کړي.

د کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي وايي چې د دوى ټولې ارزونې وروستي او بشپړتياوي پړاو ته رسېدلي دي:

''اصلاً زموږ په مهال وېش کې د تلې پر ۲۷ د کاندیدانو لومړنی لست خپرېږي، تر هغې پورې به کمیسیون د کاندیدانو اسناد وارزوي او لومړی لست به خپور شي''.

د دغه نوملړ د بشپړولو لپاره يوه خبره دا ده چې بايد د نوماندانو د دوه گوني تابعيت په تړاو هم د بهرنيو چارو وزارت له کميسيون سره خپل مالومات شريک کړي.

ښاغلى هوتکي وايي چې د لوى اختر په رارسېدو سره دغه چاره له لږ څه ځنډ او خنډ سره مخامخ شوه:

''دا چې د لوی اختر رخصتي راغله، د بهرنیو چارو وزارت، که څه هم دوی له خپل معلومات له موږ سره نه دي شریک کړي، خو هیله من یو چې تر راتلونکې شنبې ورځې پورې به دغه وزارت خپل معلومات له موږ سره شریک کړي، چې بیا وروسته به د عقرب/لړم تر ۲۵ پورې د دوی اسناد نور هم وارزول شي''.

Image caption د پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي په مشرۍ يوه جرګه ګۍ د نوماندانو د کمولو پر چارې بوخته ده.

تر دې دمه له ۲۷ نوماندانو يوازې دل اغا کوهدامنى ولسمشريزو ټاکنو ته د شرايطو د نه پوره کېدو په وجه د نوماندانو له نوملړه ايستل شوى، خو د نورو هغو په اړه تر دې مهاله زيات مالومات نه دي تر لاسه شوي.

دا رنگه د جهادي مشر او د پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي په مشرۍ يوه بله جرگه گۍ هم په کار بوخته ده چې ځينې نوماندان يا له نوماندېدو ځينې تېر کړي او يا يې هم د نورو وتلو نوماندانو سره يو ځاى کړي.

دغې جرگه گۍ ويلي چې تر اوسه د دوى هڅې بريالۍ دي او ځينو نوماندانو ورسره له نوماندېدو د تېرېدو ژمنې کړې، خو د دغو کسانو نومونه نه په ډاگه کوي.

داسې هم ويل کيږي چې په راتلونکې اونۍ کې به کابل د پنځلسو ولايتونو د مخورو او سپين روبو کوربه وي چې موخه يې يو شمېر نوماندانو ته د دغو خلکو وړانديزونه ښودل شوي چې له کاندېدو ځينې لاس پر سر شي.

ورته مطالب