"د نړۍ ۸۵۰ میلیونه وگړي له سختې لوږې سره مخامخ دي"

Image caption د خوړو نړیوال سازمان په نړيواله کچه هغه ستره بشري اداره ده چې د لوږې پر ضد مبارزه کوي تېر کال دغې ادارې په اتيا هېوادونو کې پر ۷۸ میليونه کسانو خوراکي مرستې وپشلې وې.

نن (چارشنبه/د اکتوبر ۱۶) د خوړو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، دغه ورځ هر کال د نړۍ په ۱۵۰ هېوادنو کې د عامه پوهاوي ، د لوږې او خوارځواکۍ د کچې د مالومولو په موخه لمانځل کيږي .

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د خوراک نړيوال سازمان WFP وايي چې په دغه هيواد کې ۶۰ سلنه هغه ماشومان چې له پنځه کلنۍ نه ښکته عمرونه لري له خوارځواکۍ نه سخت کړيږي .

د خوراک نړيواله ورځ سږ کال د گېډو مړولو او خوراکي خونديتوب لپاره د تل پاتې سيستمونو د جوړولو تر سر ليک لاندې ولمانځل شوه.

له دغې ورځې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې داسې مهال لمانځل کيږي چې د نړۍ د خوراکي پروگرام ډبليو، اف، پي په وينا لا هم ۸۴۲ میليونه وگړي د سختې لوږې او قحطۍ سره مخامخ دي، دا رنگه دغه اداره وايي چې دوه مليارده نور وگړي د ښه ژوند د تيرولو او روغې سټې د ساتلو لپاره لازمو منرالونو او ويټامينونو ته لاسرسى نه لري.

ډبليو ، اف، پي وايي په افغانستان کې شپيته سلنه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار دي چې له ډلې يې اته عشاريه اوه سلنه يې د سختې خوراځواکۍ او ۳۷ سلنه نور يې د کم وزنى او ډنگرتيا سره مخامخ دي.

د دغې ادارې وياند وحيدالله اماني وايي چې دوى هڅه کوي د افغان خحکومتي ادارو په ملتيا د دغې کچې د راټيټولو لپاره خپلې هڅې نورې هم گړندۍ کړي.

Image caption د خوراک نړيواله ورځ سږ کال د گېډو مړولو او خوراکي خونديتوب لپاره د تل پاتې سيستمونو د جوړولو تر سر ليک لاندې ولمانځل شوه.

د خوړو نړیوال سازمان په نړيواله کچه هغه ستره بشري اداره ده چې د لوږې پر ضد مبارزه کوي تېر کال دغې ادارې په اتيا هېوادونو کې پر ۷۸ میليونه کسانو خوراکي مرستې وپشلې وې.

بله غاړه د کرنې او خوراک يوه بله نړيواله اداره FAO پخل هغه رپوټ کې چې د خوراک د نړيوالې ورځې په وياړ يې چمتو کړى ويلي چې په بډايه او پرمختللو هيوادونو کې تر ډيره خوراکي توکي خوسا کيږي چې په وينا يې دغه خوراکي توکي هم کولاى شي تر يوه بريده په نړۍ کې د بيوزله خلکو گيډې ډکې کړي.

دغه بنسټ دا رنگه ويلي هغه خوراکي توکي چې نن سبا په نړۍ کې توليديږي که د هغو دوه په دريمه برخه يې په زيرمتونونو کې خوندي کړاى شي او د له منځه وړو مخه يې ډى شي ، نو دا هم کولاى شي چې د لوږو کسانو کچه راټيټه کړي.