په کابل کې د بهرنيانو پر کاروان ځانمرګی شوی

Image caption راپورونه وايي له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

وسله وال طالبان وايي، د پلازمېنې کابل په ختيځه څنډه کې يې د بهرنيو ځواکونو پر يوه کتار ځانمرګی بريد کړی دی.

افغان چارواکي وايي يوه تندلاري له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته هغه مهال چاودنه ورکړه، چې د بهرنيو ځواکونو کاروان د بهرنيانو د اوسېدو له يوه کمپ نه بهر د راوتو په حال کې و.

دغې موټر بم چاودنې د يوې کورنۍ شپږ غړي چې په يوه موټر کې له سيمې تېرېدل وژلي دي.

دغه بريد پر داسې مهال کېږي، چې پر افغان حکومت فشار په زياتېدو دی، چې له وسله والو طالبانو سره سوله وکړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق، صدیقي وايي، لومړنۍ پلټنې يې ښيي، چې دا يو موټر بم ځانمرګی بريد و.

ښاغلي صدیقي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، په چاودېدونکو موادو بار و يوه واړه موټر له هغو دوو موټرو سره ټکر وکړ، چې له زرغونې سيمې چې کلک امنيت يې ساتل کېږي، د راوتو په حال کې وو.

په افغانستان کې د بي بي سي خبريال ډېوېد لاين وايي په دغه چاودنه کې د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

دی وايي، مور او څلور ماشومان د پېښې په ځای کې مړه شول او د ماشومانو پلار د ور اووښتو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند وايي په بريد کې دوه کسه وژل شوي او دوه ټپيان دي.

راپورونه وايي د چاودنې له ځایه بهر چې لسګونه امنيتي ځواکونو کلابنده کړې وه، د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د بي بي سي خبريال وايي دغه ډزې د څو دقيقو لپاره د امنيتي ځواکونو له لوري وشوې، ځکه چې په سيمه کې نور بريدګر نه وو.

د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونو تاييد کړې، چې په کابل کې يو موټر بم بريد شوی دی او وايي: "د بريد په پایله کې یوازې دښمن وژل شوی دی".

ناټو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي: "موږ د ايساف ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه لرو".

د زرغونې سيمې د کمپ ډیری اوسېدونکي هغه قرارداديان دي، چې د نړيوالو ادارو لپاره د امنيتي ساتونکو په توګه دندې ترسره کوي.

په دغه سيمه تېر کال هم د موټر بم بريد شوی و، چې له امله يې اته کسه وژل شوي وو.

وروستۍ بريد پر داسې مهال کېږي، چې په وروستيو اوونيو کې نړیوال ځواکونه، دپلوماتيک ماموريتونه او نړیوالې ادارې د خپل امنيت په لا ټينګولو بوختې دي.

ورته مطالب