مشورتي لويه جرګه تر راتلونکې يوې میاشتې جوړيږي

Image caption صادق مدبر وايي دغه جرګه به له څلورو تر اوو ورځو پورې وخت ونیسي

افغان ولسمشر حامد کرزي تېره اوونۍ ویلي وو، چې له امریکا سره د امنیتي هوکړه لیک په اړه به وروستۍ پرېکړه لویه جرګه او په پای کې د افغانستان ملي شورا کوي.

ګلستان شینواری په خپل راپور کې وايي یوه میاشت وروسته به پلازمېنه کابل له ټول هېواده د شاوخوا ۳۰۰۰ استازو کوربه وي.

دغه استازي به په هغې مشورتي لویې جرګې کې ګډون وکړي چې د ولسمشر حامد کرزي لهخوا رابلل شوې او د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي هوکړه لیک پر جزیاتو به بحث وکړي.

د دې لویې جرګې د جوړولو چارو کمېسون مشر صبغت الله مجددي د دغه کمېسون د غړو په لومړۍ غونډه کې هیله څرګنده کړه چې راتلونکې لویه جرګه به ښې پایلې ولري:

"هیله ده چې ستاسې په پاملرنې، ادارې او هڅو به دغه جرګه ښه اداره شي. هڅه باید وشي چې په دغه جرګه کې ټول استازي د تېرې لویې جرګې په څېر سره راضي او په یوه خوله پرېکړه وکړي. هیله لرو چې لږ تر لږه د رایو په اکثريت پرېکړه وشي. که څه هم دوی پرېکړه نه کوي، مشوره کوي، خو پرېکړه هم په مشورې کېږي".

په دغه غونډه کې د یاد شوي کمېسون غړو نعمت الله شهراني او سید حامد ګیلاني د لویې جرګې د جوړولو کمېسون د لومړي او دویم مرستیال په توګه وټاکل.

د دغه کمېسون د دارلانشا مشر صادق مدبر په یوه خبري غونډه کې وویل د چمتوالي کارونه وار له مخه پیل شوي او له یوې میاشتې په کمه موده کې به دغه لویه جرګه جوړه کړي:

"تر راتلونکې یوې میاشتې یانې د لړم میاشتې په وروستیو کې به په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړه کړو. د کمېسون د دارالانشا کارونه وار له مخه پیل شوي دي. زموږ همکارانو او کارکوونکو د جرګې په تالار کې له اوسه کار پیل کړی. موږ د کارونو د پرمختګ په برخه کې هېڅ اندېښنه نه لرو. موږ به په یوه میاشت کې خپل چمتوالی بشپړ کړو".

ښاغلي مدبر وویل، دغه جرګه به له څلورو تر اوو ورځو وخت ونیسي، او د ټولنې د بېلابېلو برخو استازي به ورته راوبلل شي.

د نوموړي په خبره په دغه جرګه کې به د افغانستان د ملي شورا او ولایتي شورا ګانو یو شمېر غړي هم ګډون وکړي.

قضايي مصوونيت

ښاغلي مدبر همداراز وویل، د اسلامي حزب او طالبانو هغه پخواني غړي به هم دې جرګې ته راوبلل شي، چې د افغانستان اساسي قانون یې منلی دی.

د نوموړي په خبره که د دولت وسله وال مخالفین تر دې وروسته هم د جرګې تر جوړېدو پورې د هېواد اساسي قانون ومني، کولای شي چې ګډون په کې وکړي.

دغه امنیتي هوکړه لیک به د لویې جرګې لخوا تر منل کېدو وروسته د تصویب لپاره ملي شورا ته واستول شي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دې لویې جرګې له جوړېدو سره مخالفت وکړ.

د امنیتي هوکړه لیک په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړونې هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په دې اړه اوږدې خبرې وکړې.

هغه مهال چارواکو ویلي وو، چې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو لپاره د قضايي خوندیتوب له لانجمنې مسلې پرته د دغه هوکړه لیک پر یو شمېر مهمو برخو سره سلا شوي دي.

ورته مطالب