د اوبو د ضايع کېدو د مخنيوي په اړه نوې هڅې

Image caption دغه پروژه په باميان، دايکندي، بلخ او بدخشان ولايتونو کې عملي کېږي

د افغانستان د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د اقليم د بدلون د مخنيوي په موخه د دغه هيواد په څلورو ولايتونو کې يوه ازميښتي پروژه پيل کړه، چې په ترڅ کې به يې د اوبو د خوندي کولو تر څنگه کروندگرو ته هغه بوټي ورکړل شي چې د اقليم د پرتليز بدلون له کبله ورک شوي يا کم شوي دي.

مصطفی سالک په خپل راپور کې کاږي، د چاپيريال ساتنې ملي اداره وايي که دا پروژه يې په برياليتوب سره بشپړه کړه د نورو پروژ لپاره به نړيوال مالي ملاتړ پيدا کړي.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې ملي بنسټ وايي چې دغه هيواد د نړيوال اقليم په بدلون کې څرگنده ونډه نه لري، ځکه چې په وينا يې افغانستان يو صنعتي هيواد نه دى.

خو ټينگار کوي چې د نړيوال اقليم د پرتليز بدلون اغيز دلته هم جوت شوى دى، چې د مخنيوي د يوې هڅې په توگه يې دغه افغان بنسټ په څلورو ولايتونو باميان، دايکنډي، بلخ او بدخشان کې يو ازميښتي پروژه پيل کړه.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي بنسټ مرستيال عبدالولي مدقق بي بي سي ته وويل چې په دې ترڅ کې به له چاپيريال سره د اړوندو بنسټونو وړتياوې لوړې کړل شي.

ښاغلی مدقق دغه راز وايي په اجرايي برخه کې به د اوبو د خوندي کولو او يو شمير داسې بوټو د کرلو او دودلو په برخه کې کار وشي چې د اقليم پرتيلز بدلون له منځه وړي يا کم کړي دي.

دا پروژه چې څه کم شپږ ميليونه ډالره پيسې ورته بيلې شوي، د ملگرو ملتونو د چاپيريال ساتنې د بنسټ او د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې په گډه هڅه پلى کيږي.

افغان بنسټ وايي چې دا پروژه ورته يو ازميښت دى او په وينا يې که په برياليتوب سره يې تر سره کړه د اقليم د بدلون د مخنيوي په برخه کې به گڼو پروژو ته نا سياسي نړيوال مالي ملاتړ پيدا کړي.

ورته مطالب