عثماني: تړونونه دې د کان کندنې مخکې خپاره شي

Image caption افغان حکومت ويلي، کانونه يې ۳۰۰۰ ميليارده ډالره ارزښت لري

په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې، گډې کوميټې (مېک) د افغانستان له ملي شورا غوښتي، د کانونو د قانون په منځپانگه کې د تړونونو خپرولو ته په جدي سترگه وگوري.

مصطفی سالک په خپل راپور کې کاږي، دغه بنسټ ويلي چې د کان ايستنې تر چارو مخکې د تړونونو خپرول کاري روڼاوي ته لاره هوارولى شي.

دا وړانديز داسې مهال کيږي چې يو چينايي شرکت د لوگر د عينک د مسو په کان کې د کار تر پيل څو کلونه وروسته وايي چې شوي تړون ته دې بيا کتنه وشي.

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې، گډې کوميټې مشر ياسين عثماني بي بي سي ته وويل کوم تړونونه چې کيږي که د کان ايستنې تر چارې مخکې بايد خپاره شي ښه به وي.

ښاغلی عثماني وايي دا چاره به د کار او عوايدو په برخه کې روڼاوى راولي،چې په وينا يې د افغانستان ملي گټې به ښې خوندي کړي.

د لوگر د عينک د مسو د کان تړون په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې د افغانستان د کانونو وزارت او يو چينايي شرکت تر منځ لاسليک شوى و.

چينايي شرکت ويلي وو چې په لومړي پړاو کې به نژدې درې ميليارده ډالره پانگونه وکړي چې په وينايې وروسته به دا کچه پنځو ميليادرو ته پورته کړي.

د کان ايستنې په ترڅ کې بايد چينايي شرکت افغانستان ته هر کال ٤٠٠ ميليونه ډالره ماليه ورکولاى او ٨٠٠ ميليونه نور بايد د ضمانت په توگه هم ورکول شوي واى.

ښاغلي عثماني وويل که د کانونو په قانون کې د تړونونو خپرولو خبرې ته په جدي سترگه کتل شوي واى، اوس به چينايي شرکت له تړونه بيرته د شاته کيدو هڅه نه کوله.

افغان حکومت ويلي، کانونه يې گواکې ۳۰۰۰ ميليارده ډالره ارزښت لري، خو داسې بريښي چې د دغو کانونو راسپړلو ته لا هم اوږده لاره په مخ کې پرته ده.

په تړونونو کې نه روڼاوى، اداري فساد او نا امني د افغانستان د کانونو د را ايستنې په برخه کې لوى ستونزې بلل کيږي.

ورته مطالب