نورستانی: د ولسمشرۍ ١٦ کانديدان وايستل شول

Image caption د ولسمشرۍ ټاکنو ته ۲۷ او د ولايتي شوراګانو ټاکنو ته له ۳۰۰۰ زياتو ځانونه نومولي وو

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ د ۲۶ نوماندانو له ډلې يې ۱۶ تنه د دوه ګوني تابعيت لرلو او د ولسمشرۍ شرايطو د نه پوره کولو له امله، وېستلي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر محمد یوسف نورستاني په يوه خبري کنفرانس کې وویل، له يو څه ځنډ وروسته په دې وتوانېدل، د هغو ۱۰ نوماندانو نوملړ خپور کړي، چې بل پړاو ته يې لار موندلې ده.

ښاغلي نورستاني وويل، هغه نوماندان چې د ټاکنو د کمېسيون پر دې پرېکړې نيوکه لري، کولی شي تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې د ټاکنيزو شکايتونو اورېدو کمېسيون ته مراجعه وکړي.

ده وويل، دغه نوملړ وروستی نه دی او ښايي تر راتلونکو څو ورځو په دغه نوملړ کې ځينې احتمالي کانديدان زيات او يا هم کم شي.

هغه کانديدان چې په ابتدايي نوملړ کې بريالي شوي دي:

  • د ولسي جرګې پخوانی غړی او جهادي مشر عبد رب الرسول سياف
  • د امنيتي لېږد بهیر پخوانی مشر اشرف غني احمدزی
  • د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله
  • د ولسمشر حامد کرزي ورور قيوم کرزی
  • د ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شيرزی
  • پخوانی مشر وزیر هدايت امين ارسلا
  • د افغانستان د دفاع پخوانی وزير عبدالرحيم وردګ
  • د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی رسول
  • د اسلامي حزب يو غړی قطب الدين هلال
  • د سردار محمد داود د ورور لمسی سردار محمد نعيم

د ټاکنو کمېسیون د انتخاباتي مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ د کاندیدانو ابتدايي لست بايد د تلې/ ميزان په ۲۵مه خپور شوی وای.

هغه نوماندان چې نه دي بريالي شوي:

۱ سيد اسحق ګيلاني ۲ بسم الله شېر ۳ سرور احمدزی ۴ فضل کريم نجمي

۵ حميد الله قادري ۶ داود سلطانزوی ۷ انوار الحق احدي ۸ عزیز الله لودين

۹ نور رحمان لېوال ۱۰ ډاکټر فاروق اعظم ۱۱ نادر شاه احمدزی

۱۲ خديجه عزيز غزنوي ۱۳ عبدالهادي دبير ۱۴ داور احمد نادي

۱۵ حشمت غني احمدزی ۱۶ سلمان علي دوست زاده

تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ احتمالي کانديد دلاغا کوهدامني د ولسمشرۍ د شرايطو نه پوره کولو له امله د ولسمشرۍ له نوملړه وېستلی و.

ولايتي شوراګانو نوماندان

د ټاکنو کمېسيون وايي د ولايتي شورا د ۳۰۵۶ نوماندانو له ډلې ۵۵۳ يې په ابتدايي نوملړ کې لار نه ده موندلې او شرايط يې نه دي پوره کړي.

د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د وږي/ سنبلې له ۲۵ پیل شوی و، چې د روان تلې/ میزان تر ۱۴ پورې یې دوام وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شورا راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۳ لمريز کال د وري په شپاړسمه ترسره کېږي.

ورته مطالب