بدخشان کې ساه لنډۍ ماشومان وژلي

بدخشان
Image caption ډاکټران وايي په ليرې پرتو سيمو کې روغتيايي چارې رسول گران دي خو هڅه کوي چې يو ټيم ولېږي

د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې ځايي چارواکي وايي يو شمېر ماشومان د دغه ولايت د خواهان ولسوالۍ دسيلدان او دحوض شاه په کليو کې دسالنډۍ د ناروغۍ له امله مړه شوي دي . د بدخشان د ولايتي شورا د رييس عبدالواحد طيبي له خولې د افغانستان دولتي رسنيو ويلي چې دغه ماشومان د تيرې يوې نيمې مياشتې په بهيرکې د درملو او ډاکترانو د کمښت او د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له ا مله مړه شوي دي.

وژل شويو ماشومانو له پنځو کلونو لږ عمر درلود او د سالنډۍ د ناروغۍ له امله مړه شوي دي . د ولايتي شورا د رييس د څرګندونو له مخې دغه سيمه ډيره سړه ده او د ټوخي او والګي د ناروغيو له امله ځاني تاوانونه اوښتي دي. د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکترنورمحمدخاوري دولتي رسنيو ته ويلي چې تلفات شته خوشمير يې نه دى تاييد کړى.

دوى د ولايتي شورا د وکيلانو ادعا ونه منله چې گواکې ١٣ ماشومان دې وژل شوي وي. ډاکټر نور محمد خاوري وايي دغه سيمې ليرې پرتې دي او له همدې امله روغتيايي خدمتونه تر ډېره نه دې ور رسېدلي.

د بدخشان د روغتيا د څانگې مسوولين وايي په دې لټه کې دي چې له درملو سره يو روغتيايي ټيم سيمې ته وليږي.

ورته مطالب