يونسيف مشر: نړۍ له افغانستانه مخ نه شي اړولى

يونسيف
Image caption د يونسيف مشر وايي تېر ځل چې افغانستان هېر شو نتيجه يې ټولو وليده

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مشر انتوني لېک افغانستان ته په لومړي ځل ورغلى او وايي نړيوال بايد بيا له افغانستانه مخ وانه ړوي.

ښاغلي لېک د ١٩٩٠ مو د پيل کلونه ياد کړل او ويې ويل چې هغه مهال افغانستان په کورنۍ جگړې واوښت او د هغې جگړې له امله طالبان پيدا شول.

د بي بي سي خبريال دېويد لاين له ښاغلي لېک سره خبرې کړي او په خپل رپوټ کې ليکلي چې د ١٩٩٠ مو کلونو په پيل کې انتوني لېک د ولسمشر کلنتن په اداره کې د ملي امنيت سلاکار و.

دى وايي هغه مهال تېروتنه دا وشوه چې نړيوالو افغانستان ته شا کړه.

د نړيوالو هغه بې غوري په افغانستان کې د کورنۍ جگړې نتيجه شوه چې له هغې جگړې طالبان راپيدا شول.

انتوني لېک چې اوس د يونسيف مشر دى وايي نړۍ بايد بيا هغه تېروتنې تکرار نه کړي.

دۀ وويل:

" موږ هغه تېروتنې بيا نه شو تکرارولى چې موږ ټولو په ١٩٩٠ مو کلونو کې وکړې، هغه مهال مو نورو کړکېچونو ته پام وکړ او افغانستان مو له پامه وغورځېد چې نتيجه يې ټولو وليده."

ښاغلي لېک وويل دى پوهېږي چې مرستندويه هېوادونه له گڼو او خورا سختو پرېکړو سره مخامخ دي.

په مرستندويو هېوادونو کې په پرمختيايي لگښتونو سختې نيوکې کېږي.

دۀ وويل په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له نسکورېدا راهيسته د شته پرمختياوو په سر هم افغانستان د ماشومانو لپاره خورا سخت ځاى دى.

ده ومنله چې په همدې موده کې اته ميليونه ماشومان ښوونځي ته ځي چې بې سارى کار دى.

خو وايي د ملکي وگړو ځاني زيان ډيريږي او نجونې له قاچاقېدا سره مخامخ دي.

د يونسيف مشر وايي پر ځاى د دې چې نړۍ د پيالې د نيمې ډکېدا يا نيمې تشېدا بحث راواخلي ښه به دا وي چې دغه پايله تشېدا ته پرېنږدي.

ورته مطالب