لرې شويو نوماندانو د کمېسيون پرېکړه ناسمه بللې

Image caption انوارالحق احدي وايي هېڅ بهرنی تابعیت نه لري او د رایو کارتونه یې پوره وو

په افغانستان کې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو نوماندانو د لومړني نوملړ خپرېدو وروسته یو شمېر هغو کاندیدانو غبرګونونه څرګند کړي چې نومونه یې له دغه نوملړه ایستل شوي دي.

یو شمېر هغه کاندیدان، چې نومونه یې له لومړني نوملړه لرې شوي وايي، له هېڅ ډول دلیله پرته یې نومونه لرې کړای شوي دي.

د ټاکنو کمېسيون وايي دغه ۱۶ تنه يې د دوه ګوني تابعيت او د ملاتړو د کارتونو په برخه کې د کمېسیون د شرايطو نه پوره کولو له امله وېستلي دي.

دوی وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون په لیکلې بڼه نه دي ورته ویلي، چې نوم یې په ابتدايي نوملړ کې نه دی شامل شوی.

دغه راز د ټاکنو د بهیر څارونکي مرکزونه وايي، د ټاکنو کمېسیون ټاکنو قانون نقض کړی او د کاندیدانو اسناد یې د رسنیو او څارونکو له سترګو پټ پنا څېړلي دي.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې وايي، د هغو ۱۶ کسانو له ډلې، چې نومونه یې د ولسمشرۍ کاندیدانو له نوملړه لرې شوي د کمېسيون پرېکړه ناسمه بلله.

د سوداګرۍ پخوانی وزیر او د ولسمشرۍ کاندید انوارالحق احدي وايي هېڅ بهرنی تابعیت نه لري او د رایو کارتونه یې پوره وو، خو بیا یې هم نوم له لومړني نوملړه ایستل شوی دی.

دوی وايي نه پوهېږي، چې کمېسيون د کومو شرايطو له مخې د ده نوماندي نه ده منلې او نه يې هم دی په لاملونو پوهېږي.

د ډاکټر فاروق اعظم نوم هم په هغو کاندیدانو کې شامل دی، چې له لومړني نوملړه لرې کړل شوي دي.

هغه وايي په لوی لاس داسې څه شوي دي، چې د حکومت ناخوښو کسانو لپاره په پروسه کې د پرمختګ لاره ډب شي.

فيفا او تيفا

د ولسي جرګې د تېرې دورې غړي داود سلطانزوی هم ورته ګېله لرله.

نژدې ټولو هغو کسانو چې نومونه یې له لومړني نوملړه لرې شوي، د شکایت کولو هوډ ښودلی او غوښتنه کوي، چې باید برخلیک یې معلوم شي.

دوی وايي په قانوني توګه به له خپله حقه دفاع وکړي.

بل لور ته یو شمېر هغه مرکزونه چې د ټاکنو بهیر څاري د کاندیدانو د اسنادو څېړلو پر بهیر نیوکه کوي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو د مرکز فیفا اجراییوي رییس جانداد سپین غر بي بي سي ته وویل، باید د کاندیدانو د اسنادو څېړنه په علني توګه تر سره شوې وای.

د افغانستان د رڼو ټاکنو مرکز تیفا مسوولین هم د کاندیدانو د اسنادو څېړنې پر پروسې نیوکه کوي او وايي باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون په څرګنده توګه د کاندیدانو د نومونو لرې کولو دلیل وړاندې کړي.

ورته مطالب