د هرات خبريالانو ستونزې او کاري چاپېريال

رسنۍ
Image caption د هرات د ژورناليستانو ١٠ % برخه نجونې دي

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې یو شمېر خبریالانې وايي د ځينو دیني او فرهنګي تندلارو له امله په خپل کار کې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

خو یو شمېر دیني عالمان وايي په افغانستان کې لا تر اوسه د ښځو د فعالیت لپاره وړ چاپیریال نه دې رامنځته شوی.

هرات چې شاوخوا ٢٠ راډیو ګانې او تلویزیونه په کې فعالیت کوي د افغانستان له لویو ښارونو بلل کیږي چې له اقتصادي، علمی او کلتوري پلوه یې د پام وړ وده کړې.

په هرات کې د شته خبریالانو لس سلنه خبریالانې دي.

سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې خالده خرسند يادوي چې د هرات ولایت په یوه ځايي تلویزیوني کانال کې کار کوي.

خو نوموړې وايي دندې ته د تللو پرمهال د ویرې احساس کوي او د خپل ځان د امنیت په اړه اندېښمنه ده.

"زه شخصآ همدا اوس دا اندېښنه لرم چې کله زه بهر ووځم نو داسې نه شي چې څوک مې ووهي. له کوره د وتو پرمهال ډېره وېره لرم، د تېرو څو کلونو په پرتله میرمنې اوس ډېره ویره لري."

د هرات د یوه بل ځايی تلویزیوني کانال کار کوونکې سونیا عزیزي بیا وايي رپوټ جوړول یې ډیر خوښیږي خو دا چې په ټولنه کې له ډېرو محدودیتونو سره مخامخ ده نو نه شي کولي د خپلې خوښې کار وکړي.

نوموړی وايي د همدې محدودیتونو له ویرې له دفتره نه ووځي. آغلې عزیزي د خپلو همکارانو له توپيري چلنده هم سر ټکوي.

" دوی د یوې ښځینه خبریالې شتون نه شي منلای، زه کولی شم چې رپوټونه جوړ کړم، خو د همدې محدودیتونو له امله زه نه شم کولی د رپوټ جوړولو لپاره له دفتره بهر ووځم نو ځکه په سټوډیو کې د خبرونو وړاندې کول راته اسانه دي."

په هرات کې د ځايي رسنیو مسؤولان د میرمنو خبریالانو د کار له ارزښته سترګې نه پټوي، خو په رسنیو کې د ښځو له کار کولو سره د شته مخالفتونو له امله دوی هم پښه نیولي ښکاري.

د هرات آریانا تلویزیون مسؤول فواد احمدي وايي د ښځو د کار په وړاندې د ځینو کسانو مخالفت د افراط تر کچې رسیږي.

" په هرات کې ټولې رسنې آن دولتي یې دا محدودیت لري ، زموږ دیني عالمان او یو شمېر نور کسان چې په دې برخه کې د افراط تر مرحلې رسیدلي نه غواړي چې میرمنې په تلویزیون کې ښکاره شي."

په هرات ولایت کې د مدنې ټولنې غړي او د ښځو د چارو په برخه کې فعاله خالده خرسند د هغه څه له امله اندېښمنه ده چې نوموړې یې د ښځو د ازادیو د محدودولو لپاره کېدونکې هڅې بولي.

" دا چې په هرات کې یو شمېر مذهبي تندلارو د هغو ازادیو چې په تېرو لسو کلنو کې د افغانستان خلکو او میرمنو تر لاسه کړي د محدودولو هڅې پیل کړي، دا یو ډیر جدي ګواښ دي. زموږ ویره دا ده چې داسې نه شي چې دغه ډول کسان مو په مستقیم توګه وګواښي."

خو په هرات ولایت کې د دیني عالمانو د ټولنې مشر مولوي خدایداد وايي په ټولنه کې د ښځو پر رول سترګې نه شي پټیدای خو د ده په وینا اوس په ټولنه کې د ښځو د فعالیت لپاره وړ چاپيریال نشته.

" تر اوسه دا زمینه نه ده برابره چې زموږ میرمنې لا زیات فعالیت وکړي او رول یې زیات شي. خو د افغانستان علما او خلک په دې فکر کې دي چې د ښځو د فعالیت لپاره مناسبه زمینه برابره شي."

په افغانستان کې د رسنیو د برخې فعالان وايي افغان خبریالانې د نارینه خبریالانو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د دوی په وینا دا کچه د افغانستان په لویو ښارونو لکه هرات، کندهار او جلال آباد کې لوړده.

د افغانستان د ازادو رسنیو د څار ادارې د معلوماتو له مخې سږ میلادي کال له خبریالانو سره د بد چلند ۷۵ پېښې له دوی سره ثبت شوي چې دوه یې د ښځینه خبریالانو په وړاندې دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې د بد چلند دا دواړه پېښې په هرات کې رامنځته شوي دي.